د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د سوات په دره کی یو حکومتی چارواکی برمته کړی دی


د پاکستان حکومت وایی چی یاغی طالبانو د سوات په دره کی د سولی د خبرو سره سره یو حکومتی چارواکی او د هغه شپږ تنه ساتونکی برمته کړی دی.

چارواکی وایی چی خوشحال خان او د هغه ساتونکی په داسی حال کی برمته شول چی د سوات په دره کی د مینگوری ښارگوټی ته ورروان وو.

د طالبانو یوه نطاق دا خبره تصدیق کړه چی دغه چارواکی د یاغیانو په ولکه کی دی،خو وویل چی خوشحال خان د طالبانو میلمه دی او برمته شوی نه دی.

دغه پیښه په داسی حال کی کیږی چی د پاکستان په شمال لویدیځ کی یاغی طالبان په دی خبرو سوچ کوی هغه اوربند چی د څو ورځو په موده کی پای ته رسیږی تمدید کړی که نه

خو یاغیانو د محلی چارواکیو دا خبره رد کړه چی گڼی د هغوی سره یی دایمی موافقه کړی ده.

د سوات په دره کی د سخت دریځه طالبانو مشر مولانا فضل الله د شنبی په ورځ په راډیویی وینا کی وویل چی یاغیان به په دی اونی کی د لسو ورځو د اوربند رعایت وکړی.

XS
SM
MD
LG