د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې اوس ډېر لږ شمېر ډاکټران ناروغان د هغو پخپلو کورونو کې معاینه کوي


په امریکا کې اوس ډېر لږ شمېر ډاکټران ناروغان د هغو پخپلو کورونو کې معاینه کوي. که څه هم کورونو ته د ډاکټرانو د ورتگ دود مخ پر ورکېدو دی خو یوه ډله اوس هم پر دې ټینگار کوي چې دغه راز صحي خدماتو ته اړتیا شته، خصوصاً د زړو لپاره.

په عمومي توگه پر دې ټول قانع دي چې د امریکا د روغتیایي خدماتو سیستم پخپله ناروغه دی. ډاکټران شکایت کوي چې د بیمې شرکتونه هغه صحي خدمتونه چې پېسې یې دوی ورکوي، تر خپل څار لاندې نیسي.

له بلې خوا د طب ډېر لږ شمېر محصلین دې ته غاړه ږدي چې کم عایده خو ډېر د اړتیا وړ څانگو ته ولاړ شي. لکه عمومي طب او یا د بوډاگانو زیاتېدونکي نفوس ته د پام ساتنې څانگه.

د ناروغ او ډاکټر ترمنځ نژدې او ټینگې اړیکې وروسته له هغه مخ پر سستېدو شوې چې ډاکټرانو خپل تشخیص پر لابراتوار او پیچلو مډرنو تشخیصیه معایناتو پورې وتاړه.

د ناروغ کور ته ته تگ راتگ به د ډاکټر وخت هم ضایع کاوه په داسې حال کې چې په دومره وخت کې به یې پخپلې معاینه خانې کې ډېر شمېر کسان لېدلای شوای.

ریچارد پاول یو له هغو لږ شمېر ډاکټرانو څخه دی چې اوس هم د ناروغانو کورونو ته ورځي. ډاکټر پاول ټوله ورځ د ماري گارلند په څېر د خپلو زیات شمېر ناروغانو لیدو ته ورځي.

ډاکټر پاول او د هغه ناورغ دواړه دا وایي چې د عیادت دا لاره مخ په ختمېدو ده.

ډاکټر ریچارد"موږ دومره د وخت تر فشار لاندې نه یو، ځکه نو موږ ته آسانه ده چې له ناروغ سره سمې خبرې اترې ولرو. دا زموږ د دندې مهمه برخه ده.‏"‎

ماری گارلند: "زه خوشحاله یم!! گرانه، دا تر ټولو غوره شی دی چې خدای را په نصیب کړی، په کور کې زموږ غوندې خلکو سره مرسته."‎

د فامیلي ډاکټرانو اکاډمي وایي چې اوس مهال په ټوله امریکا کې یواځې د زرو تنو ډاکټرانو همدا دنده ده او داسې ډاکټران هم شته چې کله کله د ناروغانو کورونو ته ورځي خو د هغو شمېر په کره توگه نه دی مالوم.

په مخ پر ودو هېوادونو کې هم د دغه راز ډاکټرانو شمېر د امریکا په څېر لږ دی.

نرسانې هم د ناروغانو لیدو ته ورځي. د انډیانا پوهنتون هغه پنځه سوه زاړه کسان چې عاید یې کم و او کورونو ته یې روغتیایي خدمات رسېدلي و، ثبت او مطالعه کړل.

ددغو مطالعاتو نتیجې چې د امریکا د طبي اتحادیې په ژورنال کې چاپ شول، وښوده په کورونو کې د ناورغانو عیادت، د روغتونونو عاجلو څانگو ته د ورغلو پېښو شمېر تر شل فیصدو او د بستري ناروغانو شمېر تر ۴٠ فیصدو راټیټ کړی و.

ډاکټر ستیفن کاونسل، د انډیانا پوهنتون څېړونکی: "موږ غواړو داسې یو روغتیایي سیستم جوړ کړو چې د جینیاتریک یا د بوډاوو د روغتیا ساتنې ډاکټران له نورو ډاکټرانو په مرسته د بوډا ناروغانو په خاصه توگه د بې وزلو او بېچاره هغو، اړتیاوې په ښه توگه ترسره کړي.‏"‎

دوه اتیا کلنه ویلي مور وایي چې هغه ډاکټر ته د تگ لپاره ترانسپورتی آسانتیاوې نه لري.

ویلي مور: "ما کوم صحي خدمات نه ترلاسه کول، او دې کار په غوسه کړې وم ځکه هغو ته مې ډېره اړتیا درلوده، په دې خاطر چې ما بیخې داسې خدماتو ته لاس رسی نه درلود.‏"‎

په امریکا کې د زړو لپاره د حکومت د مالي ملاتړ ادارې په درېیو ایالتونو کې هغو پنځلسو زرو بوډاوو ته چې اوږدمهاله ناروغي لري په آزمایښتي ډول د کور دننه خدمات چمتو کړي. دې کسانو ته هره ورځ څلورویشت ساعته ډاکټران مهیا دي.

د زړه یو ناروغ، کلېمېنت دې ویتو چې په شدیدې تبې اخته و، د همدې ډاکټرانو لخوا یې درملنه وشوه او له بستري کېدو وژغورل شو.

XS
SM
MD
LG