د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر واشنگټن ته راځی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر به په راتلونکی اونی کی واشنگټن ته راشی چی د امریکایی او افغانی چارواکیو سرهپه سیمه کی د امریکا په امنیتی پالیسی باندی وغږیږی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی خبریالانو ته وویل چی د خپل سفر په لړ کی به د پاکستان او افغانستان د پاره د امریکا د خاص استاځی ریچارد هول بروکاو نورو امریکایی عالی رتبه چارواکیو سره به وگوری.

ښاغلی قریشی به همدا شان د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر رنگین دادفر سپنتا سره چی د پالیسی په دغه څیړنه کی به د خپل هییت مشری په غاړه ولری هم وگوری.

واشنگټن د پاکستان د سوات په دره کی د هغی موافقی په اړه اندیښنه ښودلی چی په دی سیمه کی دی اسلامی شریعت جاری شی.

محلی حکومتی چارواکیو دغه موافقه له دی کبله کړی چی په دی سیمه کی د یاغیانو د حملو په بندولو سره آرامی راولی.

XS
SM
MD
LG