د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او پاکستاني هیئتونه په واشنگټن کې


د افغانستان او پاکستان د خارجه چارو وزیران په روانه اونۍ کې په واشنگټن کې د اوباما له حکومت سره یو ځای د جنوبي آسیا لپاره د امریکا د ستراتیژئ په جوړولو گډ کار کوي.

دغه درې خواوې په داسې حال کې پر سیمییزه ستراتیژئ باندې گډ کار کوي چې د پاکستان په صوبه سرحد کې د حکومت او طالبانو تر منځ یو تړون امضا شوی او ددغه تړون له مخې به په سوات کې اسلامي شریعت نافذیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، واشنگټن ته له روانېدو مخکې دا خبره وکړه چې د امریکا له هغو اندېښنو سره دی توافق ښودلای شي چې په سوات کې یې د شریعت د نافذېدو د تړون په باب لري.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانگړي آستازي، ریچارډ هالبروک تیره اونۍ وویل، په دې باب یې د امریکا د حکومت اندېښنې د پاکستان د مقاماتو غوږو ته رسولي دي.

هالبروک چې تازه یې سیمې ته سفر کړی دی، وویل، جمهور رئیس آصف زرداري ورته تضمین ورکړی دی چې دغه 'موقتي' تړون یې په سیمه کې د امنیت د ټینگولو لپاره کړی دی.

هالبروک وویل، د پاکستان مشران موافق دي چې په سمې کې تندلارو نه یوازې د پاکستان لپاره بلکه د امریکا لپاره هم خطر پیښ کړی دی.

ناټو هم ددغه تړون په باب اندېښنه ښودلې ده او ویلي یې دي چې له دې سره به په سیمه کې د سخت دریځو عناصرو پټ ځایونه نور هم زیات شي. خو د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا گیلاني شوی تړون ستایلی او ویلي یې دي چې دغه اقدام د پاکستان د خبرو اترو، پرمختگ او ویرونې د پالیسئ مطابق شوی دی.

د یکشنبې په ورځ، د پاکستان د شوځ ویاند جنرال اطهر عباس د خپل حکومت د هغې فیصلې ملاتړ وکړ چې غواړي له تندلارو عناصرو سره خبرو ته کښیني.

هغه وویل: "دغې ستراتیژئ ته باید اجازه ورکړل شي چې هدف ته ورسیږي. اصلي هدف یو دی. د سولې ټینگښت او په سوات کې آرامي. همدا اصلي هدف دی. کچیرې دغه هدف تر لاسه نه شي او یا که دغه هدف ته رسېدل ډیر قیمتي تمامیږي نو بیا دې حکومت پر نورو لارو چارو غور وکړي.

که نورې لارې کار ورنکړي نو د قووې د استعمال لاره خو موجوده ده. عسکر لا تر اوسه له سوات نه ندي وتلي، تر اوسه هلته دي. او حکومت کولای شي له دغو عسکرو نه کار واخلي".

اطهر عباس وویل، د کافي تجهیزاتو، جنگي هليکوپترو او څارنې د وسایلو د کمبود له آمله په سوات کې د دوی د عسکرو عملیات اغېزمن شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، گورډن ډوگایډ تیره اونۍ وویل، ددغه تړون له آمله واشنگټن نه دی حیران شوی.

هغه وویل: "دغه ډول تړونونه مخکې هم شوي دي. په سوات کې حالات سمې خوا ته نه ځي. هغه څه چې موږ غواړو ویې وینو، نتیجه ده. موږ له پاکستانیانو سره خبرې کړي دي. سفیر، ریچارډ هالبروک له پاکستانیانو سره خبرې کړي دي. دوی په دې پوهیږي چې د تروریزم تهدید هم دوی ته او هم موږ ته متوجه دی. موږ په شریکه ددغه گډ مشکل د حل کولو لپاره کار کوو. همدا زموږ د ستراتیژئ د څیړنې برخه ده او کله چې د پاکستان هیئت را ورسیږي موږ به د همدې موضوع په اړه ورسره خبرې کوو".

د پاکستان د خارجه چارو وزیر شاه محمود قریشي او د افغانستان خارجه وزیر رنگین دادفر سپنتا به په روانه اونۍ کې دلته په واشنگټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هیلري کلینټن سره گوري او د هغه کمیسیون سره به گوري چې د امریکا د پالیسئ په جوړولو کار کوي.

دغه کمیسیون ته دنده سپارل شوې چې د پیشنهادونو پر اساس په افغانستان کې د امنیت د ټینگولو ممکنه لارې چارې وڅیړي. دغه پیشنهادونه به په سیمه کې د امریکا له متحدو ملکونو سره هم شریکیږي.

XS
SM
MD
LG