د لاس رسي وړ اتصالات

د گوانتانامو بندي برتانیې ته ورسید


د برتانیې اوسیدونکی بینام محمد چې دتروریزم شک په راته، دگوانتانامو دزندان له خوشی کیدونه وروسته برتانیې ته رسیدلی دی. دامریکا نظامی مقاماتو هغه څه دپاسه څلورکاله دگوانتانامو په زندان کې اچولی و.

دهغه الوتکه لندن ته نژدی په هوائې میدان کې کښیناستله او بینام محمد دترمینل ودانی ته ولاړ او هلته پولیسو او دمهاجرو دچارو مامورانو ورنه پوښتنی وکړی .

دبریتانی دبهرنیوچارو وزیر ډیویډ ملی بانډ دبینام محمد په راخوشی کیدو خوشحاله شو . ښاغلی ملی بانډ وائې:

"دمامورانو او دده دټیم دڅو کلونودکوښښونو په نتیجه کې هغه خوشی کړی شو او دگوانتانامو له زندان نه بریتانی ته را ورسید".

بینام محمد په ایتوپیا کې زیږیدلی او په ١٩٩۴ م کال کې بریتانی ته راغلی و. دلته ورته سیاسی پناه او موقتی د اوسیدو اجازه ورکړل شوې ده .

بینام محمد اسلام ته واوښت او وايي، دی پاکستان او افغانستان ته ولاړ چې هلته اسلامی ټولنه ووینی او غوښتل ئې چې په بریتانیه کې له بدو دوستانونه ځان لیری کړی .

بینام محمد په دوه زره دویم کال کې په پاکستان کې ونیول شو. دهغه مدافع وکیلان وائې، هغه څلور میاشتی بندی و او دبند په وخت کې شکنجه شوی هم و. دوی وائې، بینام محمد وروسته بیا د(CIA) په سری الوتکه کې مراکش ته واستول شو چې هلته نوره شکنجه ورته ورکړل شوه او نورظلم ورباندی وشو او وائې، ددغو شکنجو په نتیجه کې ورباندی ئې اعتراف وکړ.

مراکش دا خبره نه منی چې گنی بینام محمد ئې بندی کړی واو امریکا وائې، هغه په خاصه الوتکه کې نه و استول شوی . دبینام محمد مدافع وکیلان وائې،هغه په افغانستان کې دامریکا نظامی مرکزته سپارل شوی و اوله هغې نه وروسته په دوه زره څلورم کال کې گوانتانامو ته انتقال شو.

په بینام محمد باندی تورلگیدلی چې دالقاعدی دغړوسره ئې توطئیه جوړوله چې ترورستی فعالیت وکړی او دامریکا دگټواو مرکزونوپه خلاف دډرټی بمو نو په چاودنو کې ئې لاس لاره . هغه هیڅ وخت محاکمه شوی نه و اوامریکائې مقاماتو ورنه ټول هغه تورونه بیرته واخیستل چې په ده باندی ئې لگولی وو.

جمهوررئیس بارک اوباما دجمهوری ریاست مقام ته درسیدونه راپدی خوا بینام محمد لوړی بندی دی چې دگوانتانامو له زندان نه خوشی کیږی .

په لندن کې دبهرنیوچارو وزیر ملی بانډ دغه اقدام ته هرکلی ووایه . ښاغلئ ملی بانډ وائې:

"موږ دجمهوررئیس اوباما وعدی ته هرکلی وایو چې غواړی دگوانتانامو زندان وتړی او زه دبینام محمد خوشی کیدل دهغه هدف په لور دلومړی گام په حیث وینم چې ددواړو گډ هدف دی".

بینام محمد وائې،په هغه شکنجه کې چې ده ته ورکړل شویده، په هغې کې دبریتانی پولیسو لاس لاره . پدی وروستیو وختو کې دعالی محکمې دوه قاضیان وهڅول شول چې لدی ویری دهغه دشکنجی په باره کې تفصیلات خپاره نکړی چې ښائې هغه استخبارات دخنډونوسره مخامخ کړی چې دامریکا سره شریک کیږی .

دعفوی دبین المللی مؤسسې ماموره کیټ الین وائې، پدی باره کې باید بشپړ تحقیقات وشی :

"دا اوس په مطلق ډول مهمه ده چې په پټ بندی کیدو ،ورسپارلواودعدالت په ناوړه تعبیر کې دبریتانی دنقش لوبولو په برخه کې مستقل تحقیق وشی چې دبینام محمد په باب په گوانتانامو کې سرته رسیدلی دی".

بینام محمد بریتانی ته درسیدلو نه وروسته دبریتانی دتروریزم ضد قوانینو له مخی توقیف کړی شو مگر بندی نه شو. دهغه داوسیدو اجازه په هغه وخت کې ختم شوی وه چې په گوانتانامو کې بندی و او دبهرینو چارو وزارت ویلی دی چې دمهاجرو دچارو دمقرراتو له مخی دبل هر خارجی اوسیدونکی په څیربه په ده باندی هم بندیزونه ولگول شی .

XS
SM
MD
LG