د لاس رسي وړ اتصالات

'امرېکا باید له ېاغی طالبانو سره د مقابلې لپاره ېوه نوی ستراتېژی غوره کړی'


د امرېکا د اولسی جرگی عالېرتبه غړی چې له افغانستان نه بېرته راستانه شوېدی واېې چې دناټو انډېوال هېوادونه باېد د افغانستان د باثباته کولو لپاره له ېاغی طالبانو سره د مقابلې لپاره ېوه نوی ستراتېژی غوره کړی.

ددوشنبی د ورځې په کنفرانس کې دامرېکا داولسی جرگی غړېو ووېل چې عسکر تر خپلې وسی پورې خپل کارونه په ښه ډول کوی.

سېاستمدارانو ووېل چې د افغانستان د مسلی د حل لاره په دې کې ده چې په دغه هېواد کې ادارې فساد کم شی او سېمه ئېزه همکاری زېاته کړی شی.

د سه شنبی په ورځ په ېوه جلا خبر کې ووېل شول چې د نېوزېلند صدر اعظم جان کي John Key اعلان وکړ چې دده د هېواد دعسکرو مامورېت به په افغانستان کې ترېوکال پورې نور هم اوږد کړې شی او د ٢٠١٠ تر سپتمبر پورې به ورسېږی.

نېوزېلند په افغانستان کې ١۴٠ عسکر لری او د بامېانو په ولاېت کې د بېارغونی په کارونو مصروف دی. د جاپان خارجه وزارت چارواکی واېې چې جاپان به په افغانستان کې د اتېا زرو پولېسو تنخواه تر شپږو مېاشتو پورې ورکړی.

پردی سر بېره به د ٢٠٠ سوو ښوونځېو او سل روغتونو د بېا جوړونی لگښت برابر کړی.

په افغانستان کې د ناټو دقواو د قوماندان مرستېال ډگر جنرال جېم ډټن د دوشنبی په ورځ خپل ډاډ څرگند کړ چې دناټو غړی هېوادونه به په زرهاو اضافی عسکر افغانستان ته ددې لپاره ولېږی چې دا نتخاباتو په وخت کې په امنیتی وظاېفو وگومارل شی.

توقع ده چې د جمهوری رېاست انتخابات په افغانستان کې د اگست په شلمه باندی وشی.

په بروکسل کې ددوشنبی په ورځ داروپاېې اتحآد ېوه معتبر چارواکی ووېل چې دناټو د ٢٧ هېوادونو اتحآد به افغانستان ته ېو خاص هېئت ور ولېږی چې دا خبره معلومه کړی چې اېا دا هېواد ډېر خوندی دی او که نه چې هلته د انتخاباتو لپاره نړېوال څارونکی ور ولېږی او که نه.

د چک جمهورېت خارجه وزېر کارېل شوارزنبرگ چې ددغه مجلس مشری ېې کوله وې وېل چې دا هېئت به د اوروپاېې اتحآد له خوا نه د ېوې پراخه کتنی لپاره کار وکړی چې د هغه له مخی د اوروپاېې اتحآد د هغه نقش په پراخولو باندی غور وشی چې د افغانستان د باثباته کولو په برخه کې ېې لری.

د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما سږ کال افغانستان ته د اولس زرو عسکرو لېږل منظور کړېدی.

XS
SM
MD
LG