د لاس رسي وړ اتصالات

په سوات کې اوربند تر نامعلومی مودی پورې تمدېد شو


د سه شنبی دورځی دا اعلان په داسی وخت کې کېږی چې تردې ېوه ورځ مخکی دهغه موقتی اوربند موده ختمېدله چې لس ورځی مخکی اعلان شوی و.

د افراطی طالبانو ېو نطاق مسلم خان د سوات په دره کې ووېل چې د طالبانو ډله لا تر اوسه پورې هم د سولی په هغه پېشنهاد شوی تړون باندی غور کوی چې صوباېې حکومت دوی ته وړاندی کړېدی.

د صوبه سرحد حکومت چارواکېو د افراطېانو له مشر صوفی محمد سره تېره اونی ېو تړون لاسلېک کړ چې په ملکنډ کې جگړې پاېته ورسېږی. د سوات دره هم په ملکنډ کې شامله ده.

رپوټ واېې چې ددغه تړون له مخی به طالبانو ته دهغوی د غوښتنی اجازه ورکړل شی چې اسلامی شرېعت ددې په بدل کې نافذ کړی چې هغوی به خپله وسله پر زمکه کېږدی.

توقع ده چې د صوفی محمد زوم مولانا فضل الله په خپله غېر قانونی رادېو کې د سه شنبی په ماښام د اوربند نور تفصېلات اعلان کړی.

د دوشنبی په ورځ، د پاکستانی طالبانو ېو غټ قوماندان د باجوړ په سېمه کې ېو طرفه اوربند اعلان کړېدی. فقېر محمد په رادېوکې ددوشنبی په ورځ ووېل چې دده جنگېالی به له امنېتی قواو سره په دغه سېمه کې چې له افغانستان سره سرحد لری جگړه بنده کړی.

د پاکستان حکومت تر اوسه پورې په دې برخه کې څه ندی وېلی چې دوی به د باجوړ اوربند ومنی او که نه.

د پاکستان پوځ په باجوړ کې خپل تهاجمی عملېات تېرکال پېل کړی وواو دا ادعا کوی چې تقرېبا ١٥٠٠ جنگېالی ېې په باجوړ کې وژلی دی.

دا قوماندان د بېت الله محسود چې د تحرېک طالبان پاکستان د مشر، مرستېال دی. فقېر محمد د پاکستان له امنېتی قواوسره د شمال غربی سېمی د قباېلو د کنترول لپاره جگړه کوی.

XS
SM
MD
LG