د لاس رسي وړ اتصالات

په سومالیا کی د یاغیانو په حملو کی ١٨ کسه وژل شوي دي


د سومالیا د پایتخت موگادیشو نه رسیدلي رپوټونه وایی چی د یاغیانو په حملو کی چی پرون یې د حکومت او افریقایي اتحاد په قواو باندي وکړې لږ تر لږه ١٨ کسان وژل شوي دي.

یاغیانو دا حمله د موگادیشو په جنوب کی ددغو قواو په یوې اډې باندی وکړه.

عیني شاهدان او د روغتیا مامورین وایي چی دواړو خواو یو په بل باندي د اتوماتیک وسلو او توپونو ډزي وکړې.

ددې ډزو په وخت د هاوان یوه مرمۍ په یوه کور کی هم پریوته چی درې تنه یې چی یوه مور او ماشوم هم په کی شامل و، ووژل.

ډاکټرانوویلي دي چی په دې حمله کی تقریبا ٧٧ تنه زخمي شوي هم دي چی هغوی د موگادیشو د مدینې په نامه روغتون ته رسول شوي دي.

دا جگړه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چی د سومالیې جمهوررئیس شیخ شریف شیخ احمد د جیبوتي نه بیرته خپل ملک ته راستون سو. د سوما لیې حکومت د امنیتي جنجالونو په وجه همدا اوس په جیبوتي کی کار کوي.

XS
SM
MD
LG