د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی د اپرېل په میاشت کی د انتخاباتو په باب غور کوي


د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی د اپرېل په میاشت کی د انتخاباتو په باب غور کوي. دا نېټه څلور میاشتی له هغه نه مخکی ده چی د هغه هیواد د انتخاباتو مستقل کمېسیون ورته ټاکلې وه.

د افغانستان اساسی قانون واییچی د جمهوری ریاست انتخابات باید د اپرېل په یو یشتمه یعنی د ښاغلي کرزي د پنځه کلني دورې د ختمېدلو نه یوه میاشت مخکی وشی.

تېره میاشت د افغانستان د انتخاباتو ریس عزیز الله لودینوویل کمېسیون فیصله وکړه چی انتخابات د اگسټ په میاشت کی وشی څو د متحده ایالاتو نوری پوځی قواوي، چی هغه هیواد ته ورځی، د ثبات د ټینگولو دپاره وخت پیدا کړی.

مگر د کرزي مخالفو مشرانو ټینگار کړی دی چی ښاغلی کرزی دي د مې په میاشت کی د جمهوری ریاست د دورې د ختمېدلو سره سم له کاره لاس واخلي او یو سر پرست حکومت دي وټاکل شی.

له جمهور ریس کرزي سره د متحده ایالاتو ملاتړ وروسته له هغه کم شو چی د اوباما حکومت په زغرده د ښاغلي کرزي په حکومت تور ولگاوه چی په حکومت کی د اداری فساد په له منځه وړلو کی ناکام شوی دی.

XS
SM
MD
LG