د لاس رسي وړ اتصالات

اېران په خپله اټومی بټی کې ازموېنی وکړې


په داسی حال کی چه د ملگرو ملتونو د بندېزونو سره سره اېران کوښښ کوی چه د اتومی وسلو د تېارولو لپاره خپل پروگرام جاری وساتی، نن ېې اعلان وکړ چه په خپله لومړئ اتومی بټئ کی ېې ازموېنی وکړی.

د اېران د اتومی انرژئ د ادارې رېس غلام رضا اغا زاده واېې چه دا ازمونېی نن د بوشهر په اتومی بټئ کی سر ته ورسېدلی او ډېرې ښې پر مخ ولاړی.

د اېران حکومتی مامورېن واېې چه ددی ازموېنو په دوران کی په اتومی بټئ کی ېواځی هغه ماېع ورعلاوه شوه چه د سربو نه تېارېږی خو د اتومی بم د تېارولو لپاره ېې په کی د اټومی ماېعاتومرکب سېخان په کی نه دی ور علاوه کړی.

روسېه چه د بو شهر د اتومی بټئ په تېارولو کې د اېران سره کومک کوی واېې چه ددغې اتومی بټئ د چلولو لپاره ېې اېران ته اټومی ماېع موادورکړی دی.

د بوشهر اتومی بټئ د زر مېگاواټه برېښنا ظرفېت لری. ددی بټئ فعالېدل پخوا څو وار ځنډېدلی ؤ خو د روسېې د اتومی انرژئ د ادارې امر سرگی کېرېنکوف نن ووېل توقع لری چه دروان کال د پای پوری به په پوره ډول فعالېت شروع کړی.

XS
SM
MD
LG