د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا 'اجازه لري' چه د ازبکستان له لارې نه افغانستان ته مواد انتقال کړي


خبری راپورونه واېې چه د ازبکستان جمهور رېس اسلام کرېموف دا خبر تایېد کړی دی چه امرېکا ته به اجازه ورکړی چه د ازبکستان په لاره افغانستان کې د خپلو قووا لپاره غېر نظامی مواد انتقال کړی.

د روسېې خبری اژانسونو نن رېورټ ورکړ چه کرېموف تاکېد وکړ چه ناتو او امرېکا به ېواځی غېر نظامی اکمالات خپلو عسکروته رسوی او د حربی اکمالاتو اجازه به و نه لری.

تېره هفته د امرېکا ېو لوړ رتبه قوماندان اعلان کړی ؤ چه امرېکا او ازبکستان او تاجکستان په دی باب ېوې موافقې ته سره رسېدلی دی.

روسېې او قزاقستان هم اعلان کړی ؤ چه تېار دی امرېکاېې قواو ته اجازه ورکړی چه د روسېې او قزاقستان نه اورگاړی په وسله په افغانستان د خپلو قووا لپاره غېر نظامی اکمالات انتقال کړی.

سږ کال په افغانستان کی د خپل عسکرس قوت د زېاتولو لپاره د امرېکا پلان وروسته د هغې سخته ضربه ولېدله چه د جمعې په ورځ د قرغزستان حکومت فېصله وکړه چه د مناس هواېې اډه به وتړی او امرېکا عسکر به نوره ددی اجازه ونه لری چه خپل عسکر په افغانستان کی ددغې اډی له لاری اکمال کړی.

امرېکا عسکر مجبوری چه اوس په شپږو مېاشتو کی دغه اډه خوشی کړی.

XS
SM
MD
LG