د لاس رسي وړ اتصالات

د بشر د حقونو څخه سرغړه ونې، د جنوبي اسیا په هیوادونو کې


د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي د افغانستان، پاکستان، سریلنکا او هندوستان په گډون د جنوبي اسیا په هیوادونو کې د بشر د حقونو څخه سرغړه ونې دوام لري.

په دغه کلني رپوټ کې په چین باندې هم د بشر د حقونو څخه په ډول ډول طریقو د سرغړه ونو تورونه لگول شوي.

او پرون د باندنیو چارو وزیرې هلري کلنټن په چین باندې له دې کبله سخت انتقادونه وکړل.

د چار شنبې په ورځ دغه خپور شوی رپوټ وايي په افغانستان کې حکومتي چارواکي او یا د هغوی اجنټان پرته د محکمې نه خلک وژني.

او ورسره شکنجه کېدو، د مطبوعاتو په ازادۍ باندې بندیزونو او په ښځو او ماشومانو باندې جنسي تېریو ته هم گوته نیول شوې ده.

په رپوټ کې ویل شوي په عراق او افغانستان کې په ځینو برخو کې مثبت پرمختگ هم شوی.

XS
SM
MD
LG