د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوست: تر اوسه پورې ېو خارجی هېواد هم د افغانستان په اشغالولو کې کامېاب شوې ندی


د واشنگټن پوست ورځپاڼه د فبروری په ٢٦مه لېکی چې د اوباما اداره له هغه رازستونزو سره مخامخ ده چې له ده نه مخکی اداره ورسره مخامخ وه.

امرېکا اوس نشی کولی چې له افغانستان نه راووزی. خو دغی ستراتېژی ته هم دوام نشی ورکولی چې موږ ېې دغه پړاو ته را رسولی ېو.

په افغانستان کې د طآلبانو د کامېابی عواقب ډېر خطرناک دی. دا به په نړېواله سطحه افراطېانو ته چې پاکستان تهدېدوی غټ قوت ورکړی.

په دې توگه په هند کې هم ترهگری زېاتېدلی شی. ځکه هند په نړی کې د مسلمانانو د شمېر له پلوه درېمه درجه هېواد دی.

واشنگټن پوست لېکی چې روسېه، چېن او اندونېزېا هم د افراطی مسلمانانو له خطر سره مخامخېدلی شی.

تر اوسه پورې امرېکا د بغاوت خلاف له عنعنوی تاکتېکونو نه کار اخېستی دی. ېو مرکزی حکومت ېې تاسېس کړېدی، کوشش کوی چې ددغه حکومت واک او قدرت په ټول هېواد کې پراخه کړی. او په دې بهېر کې ېوه دېموکراتېکه او بېروکراتېکه ټولنه منځته راولی.

واشنگټن پوست لېکی چې دغه ستراتېژی په افغانستان کې نشی کامېابېدلی. خصوصا چې دا هڅی په ېوازې ځان وی. دا هېواد ډېر ستر دی. زمکه ېې سخته اوغرنی ده. قومې جوړښت ېې ډېر مختلف دی. خلک ېې ښه په وسله سنبال دی.

واشنگټن پوست لېکی تر اوسه پورې ېو خارجی هېواد هم د افغانستان په اشغالولو کې کامېاب شوې ندی. حتی د ېوه مرکزی حکومت د جوړولو هلې ځلی هم ډېرې کمی کامېابی شوېدی او که کامېابې شوېد ی نو ډېر دوام ېې ندی کړی.

واشنگټن پوست لېکی داسی معلومېږی چې افغانان خپل هېواد داسی تعرېفوی چې د استقلال د ساتلو لپاره به ېې گډه فدا کاری او اخلاص موجود وی خو د ېوه مرکزی او وآحد حکومت دمنځته راوستلو په برخه کې همدا نظر نلری.

واشنگټن پوست لېکی په نظرېاتی لحاظ په افغانستان کې دا خبره په کافی اندازه د اعتبار وړ ده چې په افغانستان کې باېد د خلکو د زړونو او افکارو د لاسته راوړلو لپاره مبارزه وشی.

په دغه هېواد کې د زېاترو خلکو د ژوند معېار فقېرانه و خو په دېرش کاله جگړه کې دا معېار نور راښکته اوخراب شو. ددغه هېواد اقتصاد اوس د دوام لپاره تقرېبا د مخدره موادو په پېسو ولاړ دی.

په دغه هېواد کې د دېموکراسی کومه مهمه عنعنه هم نشتهاو رېفورم ېو اخلاقې ضرورت دی. خو اصلاحات او رېفورم به څو لسېزې وخت وغواړی هغه هم چې امنېت ورسره موجود وی.

XS
SM
MD
LG