د لاس رسي وړ اتصالات

په بنگلدیش کې بلوا پای ته ورسېده


په بنگلدیش کې د سرحدي قواوو دوه ورځنی بغاوت نن د ملک د صدراعظمې د یوه خبرداري وروسته پای ته ورسېد.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند وویل، په ټول ملک کې باغي سرحدي ملیشې تسلیم شوي دي.

د بنگلدیش محلي مطبوعات وايي، د پوځ ټانکونه نن پنجشنبې د پایتخت په لور روان وو چې د بلوا اچوونکو مخه ونیسي.

د بنگلدیش د دولت وزیر قمر الاسلام وویل، په پایتخت ډاکه کې د چهارشنبې د ورځې راهیسې په پیل شوي بغاوت کې لږ تر لږه ٥٠ تنه وژل شوي دي.

د بندگلدیش صدر اعظمې شیخ حسینې ددغه ملک باغي سرحدي ملیشو ته خبرداری ورکړ چې که تسلیم نه شي نو د دوی په خلاف به سخت اقدامات وکړي.

میرمن حسینې پر تلویزیون باندې په خپرېدونکي یوې بیانیې کې وویل، د بنگلدیش خلکو ته په کار دي چې ددغه بحران په وخت کې له حوصلې څخه کار واخلي.

پولیس وايي، د سرحدي ملیشو یو شمیر غړیو چې په بغاوت یې لاس پورې کړی، د ملک په بیلا بیلو برخو کې د سرحدي ملیشو پر پوستو ډزې کړي او په پایتخت کې یې حملې کړي دي.

چارواکي وايي، حکومت ددغو حملو پر وخت په ملک کې د موبایل ټلیفونونو شبکې بندې کړي دي.

نن د پنجشنبې په ورځ وختي، تلویزیونونو ځینې بغاوت کوونکي وښودل چې په ډاکه کې د کورنیو چارو وزیرې شهارا خاتون ته خپلې وسلې سپاري.

د یاغیانو یوه ویاند ویلي، له دې آمله تسلیمیږي چې د ملک صدر اعظم ورسره منلې ده چې د دوی پر غوښتنو به غور کوي. د دوی معاشونه به لوړوي او له سرحدي ملیشو نه به د پوځ قومندانان لرې کوي.

XS
SM
MD
LG