د لاس رسي وړ اتصالات

مک کین: په افغانستان کی امریکا باید په غیر پوځي برخو کې همکاري زیاته کړي


د امریکا جهوري غوښتونکي سناتور جان مکین د افغانستان په باب په ستراتیژئ کې د عمده بدلونونو غوښتنه کړې ده.

مکین وویل، واشنگټن ته په کار ده چې ملي اردو نوره هم تقویه کړي.

هغه وویل، امریکا باید په غیر پوځي برخو کې همکاري زیاته کړي او د کابل له حکومت سره مرسته وکړي چې د اداري فساد او د نشيي موادو د قاچاق مخه ونیسي.

له بلی خوا، د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، اسلام آباد له امریکا نه غواړي چې په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو د بمباریو په باب له سره غور وکړي.

هغه وویل، ښه به دا وي چې ددغو بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو مسئولیت پاکستان ته وسپارل شوي، ځکه چې دوی کولای شي دغه ټکنالوژي په مؤثر ډول استعمال کړي او د حکومت او خلکو تر منځ د فاصلې له ایجادېدلو مخنیوی وشي.

XS
SM
MD
LG