د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې وکیلانو احتجاج کړی


په پاکستان کې د حکومت مخالف د مسلم لیگ گوند وکیلانو احتجاج کړی او له پولیسو سره یې اخ وډب پیښ شوی دی. وکیلانو د محکمې د هغه امر له آمله احتجاج کړی چې د دوی د گوند دوه مشران یې له انتخاباتو څخه منع کړي دي.

پولیسو نن سهار په لاهور کې د پنجاب د ایالتي اسمبلۍ ٢٠ غړي وروسته له هغه ونیول چې دوی احتجاجي مظاهره کړې وه.

د نوازشریف د گوند پلویانو د پاکستان په نورو برخو کې هم مظاهرې کړي او د جمهور رئیس آصف زرداري تصویرونه یې سوځولي دي.

د پاکستان سترې محکمې پرون انتخاباتو ته د نواز شریف پر کاندیدېدو بندیز ولگاوه.

محکمې همدارنگه د تیر کال په انتخاباتو کې د پنجاب د صوبايي وزیر په توگه د نوازشریف د ورور شهباز شریف انتخابېدل لغوه اعلان کړی، په دې معنی چې هغه باید استعفا وکړي.

XS
SM
MD
LG