د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د ملک د ٢٠٠٩م کال کلنۍ بودیجه د منظورئ لپاره کانگرس ته وړاندې کوي.
ښاغلي اوباما د ٢٠٠٩ کال په بودیجه کې د یو اعشاریه ٧٥ تریلیون ډالرو کسر پیشبیني کړې ده.ښاغلي اوباما د ٢٠١٠م کال په بودیجه کې ٢٥٠ میلیارد ډالره ددې لپاره اضافه کړي چې د ملک د اقتصادي سیستم په رغولو ولگول شي.
د امریکا د اقتصادي سیستم د رغولو لپاره د تیر کال راهیسې ٧٠٠ میلیارد ډالره تخصیص شوي دي.
جمهور رئیس اوباما همدارنگه په ملک کې روغتیايي آسانتیاوو د ښه کولو لپاره د ٦٣۴ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده چې په دغو پیسو به هغو ۴٠ میلیونه امریکایانو ته رغتیايي آسانتیاوې برابریږي چې صحي بیمه نلري.
حکومت په آینده لسیزه کې د میلیاردونو ډالرو عایداتو د زیاتولو لپاره لارې چارې پیشنهاد کړي دي. یو پیشنهاد دا دی چې د هغو کسانو مالیات زیات شي چې په کال کې له ٢٥٠ زرو ډالرو زیات عاید لري.