د لاس رسي وړ اتصالات

د بنگلدیش چارواکو ٣٠٠ سرحدي محافظین ونیول


د بنگله دیش مامورین وایی چی د هغو بلوا کونکو سرحدي محافظینو نه یې چی دوې ورځي یې خونړی بغاوت کړې ٣٠٠ تنه نیولي دي.

د امنتي چارو مامورینو وویل چی اکثره محافظین پرون د پنجشنبې په ورځ تسلیم شوي او ځیني یې د خپلو بارکونو نه تښتیدلي دي.

د بنگله دیش د پوځ تقریبا ١٣٠ صاحب منصبان ورک دي او دا ویره ده چی هغوی به نن ددغو محامظینو له خوا وژل شوي وي.

یوه صاحب منصب ډگرمن سید قمرالزمان وویل چی ددغو سرحدي محافظینو قوماندان تورن جنرال شکیل احمد د بغاوت په وخت کی وژل شوی دی.

په عین حال کی مامورینو ویلي دي چی د پوځ د وژل شوو صاحب منصبانو په لس هاو مړي یې په پایتخت ډاکه او نورو سیمو کی پیدا کړي دي.

په دې بغاوت کی لږ تر لږه ۴٠ تنه وژل شوي دي مگر رپوټونه وایی چی د وژل شوو کسانو شمیر به شاید زیات شی.

XS
SM
MD
LG