د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستاني پولیسو او حکومت مخالفینو اخ وډب


پاکستاني پولیسو یو وار بیا د هغو مظاهره چیانو سره شخړي وکړې چی د ستري محکمې د هغي فیصلې له کبله په قهر شوی دي چی مخالف مشر نواز شریف او د هغه ورور یې په انتخاباتو کی د برخي اخیستو نه منع کړي دي.

عیني شاهدان وایی چی پولیسو نن اسلام اباد ته نژدې د هغو مظاهره چیانو د خپرولو د پاره اوښکي بهونکی گاز استعمال کړ چی هغوی یې په ډبرو ویشتل.

د پنجشنبې په ورځ په زرهاو خلکو په پاکستان کی د ښاغلي نواز شریف په طرفداري مظاهره وکړه او د ستري محکمې فیصله یې رد کړه.

ښاغلي شرف د لاهور ښار ته نژدې هم د مظاهرو او احتجاجونو د پاره خلک را بللي دي.

ستري محکمې د چهارشنبې په ورځ دا پریکړه وکړه چی ښاغلی نواز شریف له دې کبله په انتخاباتو کی برخه نه شی اخیستلای چی د ١٩٩٠ په لسیزه کی د هغه د صدراعظمي په وخت کی هغه په جنایي تورونو ملزم شوی و. ستري محکمې دغه راز د نواز شریف ورور شهباز هم د پنجاب د ایالت د اعلی وزیر په توگه د کار نه برطرفه کړ.

XS
SM
MD
LG