د لاس رسي وړ اتصالات

وردک: امریکا باید تگلاره بدله نه کړي


د افغانستان د دفاع وزیر دلته په وشنگټن کې ویلي دي چې امریکا ته نه دي په کار چې دا وخت د افغانستان له پاره په خپلې تگلارې کې بدلون راولي یا توقعات کم کړي.

که څه هم جمهور رئیس اوباما پریکړه وکړه چې افغانستان ته ١٧ زره اضافي عسکر لیږي، خو په افغانستان کې د امریکا ماموریت بیا هم روښانه نه ښکاري.

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس ویلي، امریکا ته په کار دې چې په افغانستان کې خپل فعالیت راکم کړي او ټول پام په سرحدي سیمه کې د تروریزم ضد مبارزې ته واړوي.

په تیره اونۍ کې د افغانستان د خارجه چارو او دفاع وزیرانو په واشنگټن کې د عالي رتبه امریکايي مقاماتو سره وکتل.

افغان هیئت بیا د واشنگټن په تحقیقاتي مرکزونو کې دا خبره وکړه چې امریکا ته نه ښايي چې په افغانستان کې خپل فعالیت راکم کړي.

د دفاع وزیر عبدالرحیم وردک وویل: "د پلان بدلول، او د محدودیت په بنا د یوې نوي ستراتیژئ جوړول یا د یوه قوي مرکزي حکومت له جوړولو صرف نظر کېدله به د دښمن په لومه کې د ځان اچولو معنی ولري او د هغوی د شومو هدفونو د پوره کولو سره به مرسته وکړي".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر رنگین دادفر سپنتا بیا وايي، دا وخت په پاکستان کې د افراطیت پر ضد مبارزه تر بل هر وخت مهمه ده.

هغه وايي: "د نړۍ ثبات ته اصلي گواښ عراق یا افغانستان نه دی. اصلي گواښ پاکستان دی. پاکستان په یوه ناکامه دولت بدلېدونکی دی چې دا هم موږ ته، هم تاسو ته هم ټولې سیمې ته جدي خطر دی".

افغانستان او پاکستان دواړه د ناامنۍ د زیاتېدو له جنجال سره مخ دی. په تیر وخت کې دواړو د طالبانو د زیاتېدو پړه پر یوه بل وراچوله.

د افغانستان هیئت دلته په واشنگټن کې د امریکايي او پاکستاني مقاماتو سره یو ځای په درې اړخیزو خبرو کې برخه لرله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې، هیلري کلینټن د همکاریو زیاتېدو ته خوشبینه وه او ویې ویل درې سره خواوې به د اپریل او مئ په میاشتو کې بیا گوري.

په داسې حال کې چې جمهور رئیس اوباما د افغانستان او پاکستان په اړه پر خپلو پالیسیو غور کوي؛ په دې اړه په همدې تیره اونۍ کې سناتور جان مکین هم خبرې وکړې.

هغه د یوې پراخې ستراتیژئ غوښتنه وکړه او ویې وی چې د افغانستان د پراختیا چارو او د حکومت د بهتره کولو لپاره باید لاره هواره شي.

"په افغانستان کې اصلي مشکل په دغه ملک کې له پردیو سره فطري مخالفت یا له غرب سره دښمني نه ده بلکه اصلي مشکل زموږ خپل ناکامې پالیسئ دي. موږ کوښښ کړی چې دغه جگړه له کافي عسکرو، کافي اقتصادي مرستو او د مؤثرې ستراتیژئ او هماهنگئ پرته وگټو".

مکین پر امریکا او نورو ملکونو غږ وکړ چې د افغان ملي اردو د شمیر د دوچنده کولو سره مرسته وکړي.

امریکا وايي، په فرانسې او جرمني کې د اپریل په میاشت کې د ناټو د عمومي غونډې مخکې به د ناټو له غړو هیوادونو څخه وغواړي چې په افغانستان کې خپله همکاري زیاته کړي.

XS
SM
MD
LG