د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقوقو ډلې: خارجي قواوې باید حساب ورکړي


د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې له خارجي قواوو سره باید د ملکي تلفاتو په اړه جدي حساب وشي.

په لندن د بشري حقوقو دغه مدافع سازمان پرون د جمعې په ورځ په خپل رپوټ کې وویل، امریکا او متحدین یې باید ددې خبرې ضمانت وکړي چې افغانستان ته د لا زیاتو عسکرو لیږل باید افغانانو ته امنیت برابر کړي، نه دا چې هغوی نور هم په خطر کې واچوي.

دغه سازمان په خپل رپوټ کې ویلي، د تیر کال د جنورې په میاشت کې خارجي قواوو د کندهار په ولایت کې د شپې له خوا عملیات وکړل او دوه ورونه چې غیر مسلح وو، پکې ووژل شول. د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د بشري حقوقو ادارو په دې اړه تحقیقات کړي دي خو هیچا ددغې پیښې مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د ملکي تلفاتو موضوع د افغانستان او امریکا تر منځ د جنجال باعث شوې ده. جمهور رئیس حامد کرزي په وار وار پر امریکايي او د ناټو پر قواوو غږ کړی چې د ملکي خلکو د وژل کېدو مخه ونیسي.

پرون په سلهواوو قهرېدلو افغانانو د غزني په ولایت کې مظاهره وکړه. دوی د ناټو پر قواوو تور ولگاوه چې د یوه کلي په مسجد کې یې ډزې کړي دي.

XS
SM
MD
LG