د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: په ثور کې انتخابات کوو


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي ویلي دي چې د جمهوري ریاست انتخابات به د ثور د میاشتې په لومړۍ نیټه تر سره شي.

مخکې د انتخاباتو مستقل کمیسیون د انتخاباتو لپاره د اسد ٢٩مه نیټه ټاکلې وه.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د جوزا په لومړۍ نیټه د جمهور رئیس حامد کرزي د پنځه کلنې دورې د پوره کیدو لږ تر لږه یوه میاشت مخکې باید انتخابات تر سره شي.

تیره میاشت د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رئیس عزیز الله لودین اعلان وکړ په قانون کې د وضع شوي نیټې پر ځای غواړي دغه انتخابات د اسد میاشتې ته وځنډوي او تر هغه وخته به افغانستان ته تلونکي امریکايي عسکر وکولای امنیت بهتره کړي.

خو د حکومت مخالفو گوندونو پر ښاغلي کرزي فشار اچولی و چې د جوزا په لومړۍ نیټه واک پریږدي او یو موقت حکومت رامنځته شي.

له جمهور رئیس کرزي نه د امریکا د ملاتړ په اړه هغه وخت پوښتنې راپیدا شوې چې د اوباما حکومت په ښکاره پر ښاغلي کرزي انتقاد وکړ چې د اداري فساد په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

XS
SM
MD
LG