د لاس رسي وړ اتصالات

په میوند کی څلور تنه یاغیان ووژل شول


په افغانستان کی د امریکا په مشری د ایتلاف قواوو د یکشنبی په ورځ د ملک په جنوب کی څلور تنه یاغیان په جگړه کی ووژل.

د ایتلاف په یوه خبر لیک کی راغلی چی د کندهار د ولایت د میوند په ولسوالی کی وسله والو مخافینو د اوبو په نلونو کی وسلی او مهمات پټ کړی وو.

دغه پوځ وایی چی د دی خبر په اوریدو سره هغوی د وسلو د میندلو عملیات پیل کړل خو کله چی د دی نلونو د تجمع خولی ته ورغلل، بیا پری حمله وشوه.

په دی حمله کی څلور تنه یاغیان ووژل شول.

په خبرلیک کی راغلی چی د اوبو په دغو نلونو کی ماشین گڼی، ټوپک او راکټ لینچر ومیندل.

په یو بل خبر کی راغلی چی د یکشنبی په ورځ د جلال آباد په ختیځ کی د پوځی قتار خوا ته د موټر بم یوه چاودنه وشوه.

XS
SM
MD
LG