د لاس رسي وړ اتصالات

'امریکا باید د نړیوالو د روغتیایي چارو لپاره زیاتې پیسې ولگوي'


د درملو انستیتوت وایي، اړتیا ده چې د امریکا متحده ایالات د نړیوالو د روغتیایي چارو لپاره زیاتې پیسې ولگوي. دا وړاندیز د اوباما د راتلوونکې ادارې لپاره د نړیوالې روغتیایي پالیسې په اړه ددې انستیوت په رپوټ کې خپور شوی.

د نړۍ په گوټ گوټ کې د ایډز، ملاریا او نورو ساري ناروغیو په معالجې او مخنیوي باندې د زیاتو پیسو لگول، ددې رپوټ عمده وړاندیز دی چې د درملو انستیتوت خپور کړی دی.

رپوټ وایي، تر ٢٠١٢ پورې باید امریکا د نړیوال روغتیایي پروگرام لپاره خپله په میلیاردونو ډالره بودجه دوه چنده کړي.

"مونږ د نړیوالو روغتیایي تعهدونو د بودیجې د دوه چنده کولو وړاندیز کوو چې له اوه نیم میلیاردو څخه پنځلس میلیاردو ته لوړه شي. دا یو څه زیاته بریښي خو په حقیقت کې دا به بیا هم د اړتیا په وړاندې د یو څاڅکې په معنی وي."

داکټر لیوین وایي په تیرو پنځو کلونو کې د نړیوالې روغتیا لپاره د امریکا مرسته زیاته شوی، په ځانگړې توگه د ایډز د معالجې لپاره.

په دغو پیسو باندې د ژوند ژغوونکي درمل اخیستل شوي، او د HIVد مخنیوي په ستراتیژیو لگول شوي چې په میلونونو خلکو ته یې گټه رسولې.

داکتر لیوین وایي د اوباما راتلوونکې اداره باید د اوسنيو نړیوالو روغتیایي پروگرامونو پلوي وکړي.

"د امریکا متحده ایالات همدا اوس مخکښ دي، نو هغه څه چې مونږ وایو دادي چې امریکا خپلو تعهداتو ته چې په بنسټیزه توگه مونږ خپل ځان ته ایجاد کړي، نه شي شا کولای."

په هرصورت رپوټ وایي چې امریکا باید زیاتې پیسې د په مزمنو ناروغیو لکه قلبي او سرطان ناروغیو باندې ولگوي. دا په اوس کې یوه هیره شوی ساحه ده چې په پرمختیایي هیوادونو کې نیمایي مرگ ومیر له همدې کبله رامنځ ته کیږي.

"همدلته دی چې تاسو وینئ چې زموږ روغتیایي ستونزې په رښتیا سره په ډېرو برخو کې هغو ستونزو ته ورته دي چې په مخ پر وده هېوادونو کې لیدل کیږي له همدې امله موږ له شکرې، قلبي ناروغیو او سرطان سره د مبارزې په برخه کې د معالجې او پوهې له اړخه ډېر شیان له ځانه سره لرو."

ډاکټر لیوین وایي دغو نړېوالو روغتیایي اهدافو ته رسېدل به دومره آسانه خبره نه وي ځکه د مالي کړکیچ پر مهال، معمولآ خارجي مرستې کمیږي.

XS
SM
MD
LG