د لاس رسي وړ اتصالات

'د امریکایی توغندي' په برید کې ۸ تنه ووژل شول


په پاکستان کی استخباراتی مامورین وایی چی د افغانستان د سرحد سره د پاکستان په شمال لویدیځ کی د امریکا یوی بی پیلوټه الوتکی د میزاییلوپهډزو کی اته تنه وژل شوی دی.

هغوی وایی چی بی پیلوټه الوتکی د وزیرستان په قبایلی سیمه کی په یوه مرکز باندی دوه د میزاییلو دوه ډزی وکړی.

دغه سیمه د یاغیانو قوی مرکز بلل کیږی.

د میزاییلو دغه حمله یوازی څو اونی وروسته له هغه کیږی چی سیمی ته د امریکا خاص استاځی ریچارد هولبروک پاکستان ته سفر کړی ؤ چی د عالی رتبه چارواکیو سره د سرحدی سیمو په امنیت خبری وکړی.

د تیرکال د نیمایی راهیسی په پاکستان کی د دیرشو نه زیاتی د میزاییلو حملی شوی دی.

که څه هم په دی حملو باندی د پاکستان د حکومت لخوا انتقادونه هم شوی وو. دغه حملی په القاعده او یاغی طالبانو باندی شوی دی.

XS
SM
MD
LG