د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: په اتلسو میاشتو کې په عراق کې به ټول نظامي عملیات پای ته ورسیږي


د تیرې جمعې په ورځ د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د عراق جگړه یو تیر شوی تاریخ برخه وبللو او زیاته یې کړه چې په اتلسو میاشتو کې به ټول نظامي عملیات پای ته ورسیږي او په مینځني ختیځ کې به د دپلوماسی یو نوی دور پیل شي.

د بغداد په جنوب ختیځ کې کې نن هم د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د پولیسو د صاحب منصب په شمول دری تنه پولیس او دری تنه ملکي وگړي ټپیان شول.

دا پیښه په داسي حال کې رامینځ ته کیږي چې د امریکا د جمهوري ریاست مقام ته د رسیدو نه یوازي شپږ اونی پس بارک اوباما ډیر په وضاحت دا ژمنه وکړه چې د تیرې شپږ کلنې جگړې وروستی پړاو به دی پای ته ورسوي.

" زه په ډیرو ساده او اسانه ټکو کې دا وایم چې د دوه زره لسم کال د اگست د میاشتې تر یو دیرشمې نیټې به په عراق کې زموږ جنگي عملیات پای ته ورسیږي."

د اوباما د اعلان شوې ستراتیژی نه داسي ښکاري چې د امریکا ١٣٨ زره عسکر به د روان کال په پای کې په عراق کې د ملي انتخاباتو تر وخته هلته پاتي شي.

جمهور رئیس اوباما اعلان وکړ چې په اتلسو میاشتو کې د جنگي عملیاتو د پای ته رسیدو نه وروسته به یوازي پنځوس زره غیر جنگي ځواکو نه د عراقیانو د مشورې، روزنې او د ترورزم پر خلاف د مرستې لپاره به یو نیم کال نور هم په عراق پاتي شي.

د یو اضافي کال لپاره د پنځوسو زرو عسکرو د پاتي کیدو په اړه د د عراق د ولسي جرگې غړی داسي وایي

"د پنځوس زره بیا هم د عراق ځمکه او هوا کنترولوي. دا بیا یو ډول اشغال دی. زموږ په فکر د عسکرو وتل د عراقیانو خوښه ده او د سپینې ماڼی خیرات نه دی."

ښاغلي اوباما عراقیانو ته وویل چې امریکا د عراق پر خاوره، عاید او جایدانونو باندې د ملکیت دعوی نکوي. او زیاته یې کړه د عراق د خپلواکی احترام کوي او عراق د اولس د قربانیو درناوی کوي.

د ځواکونو راوتل ددې معنی لری چې عراقیان باید د خپل هیواد ټولو مسؤلیتونو ته ځانونه تیار کړې.

عدنان: "فکر کوم موږ تر یو وخته پورې د امریکایي عسکرو مرستې ته اړتیا لرو. مهمه دا ده چې موږ په یو دوه کاله کې داسي ناپیلي اردو جوړه کړو چې یوازي د عراق هیواد ته وفاداره وي."

بلخوا امریکایي عسکر چې اکثریت یې په عراق کې خدمت کړی دی او اوس افغانستان ته د تگ چمتووالی نیسي د اوباما په اعلان ډیر خوښ ښکاري.

راین: " زما لپاره تر ټولو په زړه پوري دا وه چې هغه واضح نیټې لري. او هغه پلان لري چې تر همدې اعلان شوو نیټو پورې خپل هدف ته ورسیږي او هر کار پر خپل وخت خلاص کړې."

چارواکې وایي اوباما د پوځونو د را ایستلو نیټه له خپلو ټولو سلاکارانو سره د مشورې نه وروسته کړې ده. ریک بارټن د ستراتیژیکو نکړیوالو مسلو څیړونکی بیا داسي وایي

ریک" :پنځه اویا سلنه عراقیان د امریکایی ځواکونو د شتون مخالفت کوي. هغه فکر کوي چې امریکایي ځواکونه باید ووځي. هغه د بشپړ اشغال ویره لري. دا ټولې ویرې له منځه ولاړې او اوس دې مرحلې ته رسیدلي یو چې په تاکتیکونو بحث کیږي."

د عراق صدر اعظم د جمهور رئیس اوباما د پلان هرکلی کړی او ویلي دي چې د عراق ځواکونه ازمویل شوي دي او د امریکایي ځواکونو نه د مسولیتونو اخیستو ته چمتو دي.

XS
SM
MD
LG