د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: افغان ملکیان له خطر سره مخامخ دي


د سره صلېب نړېواله کومېټه واېې له هغه وخت راهېسی چې د امرېکا په مشرۍ قواو په ٢٠٠١ مېلادی کال کې طالبان له قدرت نه غورځولی دی افغان ملکېان له بل هروخت نه ډېر له خطر سره مخامخ دی.

د(ICRC) دعملېاتو مشر پېرې کراېنبول واېې دې په دې برخه کې جدی اندېښنه لری ځکه چې د افراطېانو ځان مرگی برېدونو ، د ډار اچولو او وېرولو گواښونو، هواېې بمباریو او د شپې چپاوونو د خلکو ژوندی له گډوډۍ سره مخامخ کړېدی.

هغه د ملکېانو د خوندېتوب په برخه کې هم اندېښنی څرگندی کړی، ځکه چې دامرېکا متحده اېالات دېته ځان چمتو کوی چې اولس زره نور عسکر له ېاغې طالبانو سره د جگړې لپاره افغانستان ته ولېږی. د ( ICRC ) رئېس واېې دی وېره لری چې دافغانستان خلک به د شخړې د زېاتېدلو او تشدېد له تاو سره مخامخ شی. هغه ووېل دې په دې عقېده دی چې نتاېج به ېې زښت ډېر خوفناک او المناک وی.

کراېېن بول زېاته کړه چې ملگرو ملتونو ووېل چې مرگ ژوبله په ٢٠٠٨ کال کې زېاته شوه اوتر ٢١ سوونه زېات ملکېان پکی ووژل شول. خو په دغو ملکېانو کې زېاتره د ېاغېانو په حملو کې وژل شوېدی. د مرگ د اشمېر، په ملکېانو کې له تېرو کلونو نه ۴٠ فېصده زېاتوالی څرگندوی. هغه دا تبصری ددوشنبی په ورځ په هغه شپږ ورځنی سفر کې وکړی چې افغانستان ته ېې کړی و. هغه په دې سفر کې دناټو او امرېکا له قوماندانانو سره ملاقات وکړ. پردی سر بېره ېې د طالبانو له استاځېو سره هم په دې سفر کې ملاقات وکړ.

XS
SM
MD
LG