د پاکستان چارواکی واېې چې ېو شمېر نامعلومو ټوپک والاو په هغه سروېس موټر باندی ډزې کړېدی چې د سرېلانک د کرکټ لوبغاړی پکی سپاره وو.
د لاهور د پولېسو مشر حبېب الرحمن ووېل چې لږ تر لږه ١٢ ټوپک والاو په دغه موټر باندی د قذافی لوبغالی سره نېژدی د سه شنبی په ورځ سهار په اوتومات وسلو، راکټونو او لاسی بمونو باندی حمله وکړه.
رپوټ واېې داېوه ترورېستی حمله بلل شوېده او د ټوپک والاو د پېداکولو لپاره لټون روان دی.
د پاکستان تلوېزېون د ټوپک والاو تصوېرونه وښودل چې منډی ېې وهلې او په شاوخوا موټرونو ېې ډزې کولی.
د کرکټ د ډلې د سروېس پاکستانی موټر وان ووېل چې ټوپک والاو اول دپولېسو په درې مخکښو موټرونو ډزې وکړی. ترهغې وروسته ېی د لوبغاړو په سروېس باندی ډزې وکړی.
د سرېلانکا دېپلوماتان واېې چې ددوی څلور تنه لوبغاړی او د لوبډلې داستاد مرستېال سر سری شان زخمی شوېدی.
د سرېلانک جمهور رئېس مهېندرا راجاپاکسې دغه حمله محکومه کړېده او هغه ېې بزدلانه بللی ده. هغه خپل خارجه وزېرته امر کړېدی چې سمدلاسه پاکستان ته سفر وکړی چې د لوبغاړېو په بېرته راوستلو کې چې څومره ژر کېدلی شی مرسته وکړی.
رپوټ واېې چې له ډېر وخت راهېسی د پاکستان امنېت خراب شوېدی او ډېرو خارجی لوبډلو له دېنه انکار کړېدی چې په دغه هېواد کې په لوبو او سېالېو کې برخه واخلی.