د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د روسېې جمهور رئېس ته د توغندېو په باب لېک لېږلی دی


د جمهور رئېس اوباما په اداره کې ېو معتبر دېپلومات واېې چې هغه روسېې ته ېوداسی وړاندېز کړېدی چې د توغندېو د جنجالی پلان او معاملی سره تړاو لری.

ددغه پلان له مخی به امرېکا په اوروپاکې دتوغندېو ېو دفاعی نظآم نصب کړی. چارواکی ووېل چې ښاغی اوباما دا وړاندېز په ېوه لېک کې دتېرې مېاشتی په اولو شپو ورځو کې روسېې جمهور رئېس دېمېتری مېډوېډېوف ته لېږلی و.

په دغه لېک کې د امرېکا جمهور رئېس وېلی دی چې دوی به په ختېځه اوروپا کې د توغندېو ددفاعی نظام په نصبولو له سره غور وکړی.

ددې په مقابل کې به روسېه مرسته وکړی چې اېران د اوږده واټن د وسلو له انکشاف نه اېسار کړی. روسېې له اېران سره اقتصادی او نظآمی اړېکی ټېنگی کړېدی.

روسېې، د اېران پر خلاف د امرېکا د سخت درېځ په مقابل کې، تر اوسه پورې مقاومت کړېدی. روسېې لاتر اوسه پورې د واشنگټن وړاندېز ته ځواب ندی وېلی.

د روسېې خارجه وزرېر سرگې لاوروف به امرېکا د توغندېو د دفاعی نظام په برخه کې د امرېکا له خارجه وزېرې هېلری کلنټن سره بحث وکړی.

هغوی دواړه به د شنبی په ورځ په جنېوا کې ملاقات وکړی. ښاغلی اوباما او مېډوېډېوف به په لندن کې د اپرېل په دوېمه نېټه ملاقات وکړی.

XS
SM
MD
LG