د لاس رسي وړ اتصالات

شمالی کورېا ته د امرېکا نوی استاځی چېن ته ورسېده


دا د هغه اولنی رسمی سفردی چې اسېاته ېې کوی. د چېن پاېتخت د هغه د سفر اولنی تم ځای دی. تردې وروسته به سټېفن باس ورت Stephen Bosworth جاپان او جنوبی کورېاته هم سفرونه وکړی.

په اسېا کې به دغه استاځی د له چارواکېو سره د شمالی کورېا د اټومی پروگرام په برخه کې او هغه پلان په برخه کې چې شمالی کورېا د توغندېو د ازموېلو لپاره اعلان کړېدی خبری وکړی.

شمالی کورېا دېته ځان چمتو کوی هغه څه هواته واولوزوی چې دوی ورته مخابراتی سپوږمی وایی.

خو په اسېا کې امرېکا او انډېوالان ېې داسی فکر کوی چې دا مصنوعی سپوږمی به ښاېې په داسی ېوه توغندی باندی هواته والوزول شی چې هغه امرېکا ته رارسېدلی شی.

د سه شنبی په ورځ د جاپان ددفاع وزېر ووېل چې که شمالی کورېا خپل راکټ هواته وتوغوی او هغه د جاپان په فضا تېرېږی او ددی امکان وی چې هغه په جاپان کې راولوېږی نو ددوی پوځ دېته چمتو ولاړ دی هغه وولی.

XS
SM
MD
LG