د لاس رسي وړ اتصالات

هېلری: امرېکا د اسراېېلو د امنېت په مقابل کې ټېنگه او دوامداره ژمنه لری


د امرېکا خارجه وزېرې هېلری کلنټن ووېل چې دا به په ډېر قوت او جدېت باندی د فلسطېن ددولت جوړول تعقېب کاندی. دا موقف د بنجامېن نتانېا هوله موقف سره چې ښاېې صدر اعظم شی تفاوت لری.

مېرمن هېلری کلنټن په بېت المقدس کې د سه شنبی په ورځ له ښاغلی نتانېا هو سره ملاقات وکړ. هغه ددې طرفداری کوی چې فلسطېنېانو ته د زمکی دورکولو په ځاې دی د فلسطېنېانو اقتصاد ته توجه وشی.

د لېکود د ملتپال گوند مشر غواړی چې ېو اېتلافې حکومت جوړ کاندی خو تر اوسه پورې کامېاب شوی ندی چې د اسراېېلو هغه منځلاری گوندونه چې ددوه دولتونو د جوړولو د پلان طرفداری کوی، له ځان سره ملگری کړی.

د امرېکا خارجه وزېرې هېلری کلنټن دا هم ووېل چې دې دخپل هېواد ټېنگه او دوامداره ژمنه د اسراېېلو له امنېت سره څرگنده کړه.

هغې ووېل چې دا به په ټېنگه باندی د اسراېېلو او فلسطېن لپاره د دوه دولتونو د حل لاره تعقېب کړی. مېرمن کلنټن د د اسراېېلو له جمهور رئېس شمعون پېرېز سره د سه شنبی په ورځ ملاقات وکړ.

دا لومړی ځل دی چې هغه اسراېېلو ته د ېوې معتبری دېپلوماتې په توگه سفر کوی.

هغې ووېل د راکټ هغه ډزې چې پر اسراېېلو باندی کېږی پکارده چې هغه بندی شی. هېلری ووېل چې هېڅ ملت ارام نشی کېناستلی په داسی حال کې چې دهغوی پر خاوره اوخلکو باندی د راکټونو حملی کېږی.

د اسراېېلو خارجه وزېرې تېزېپ لېوېنی د اېران د خطر په باب له هېلری کلنټن سره د دې تفاهم په لرلو سره بحث وکړ چې دواړه هېوادونه غواړی اېران د اټومی وسلو د لاسته راوړلو نه اېسا رکړی شی.

تېزېپ لېونی داېران اېدېولوژی ېونه حل کېدونی مشکل وباله . هغې ووېل ددې برعکس داسراېېلو او فلسطېن ترمنځ سرحدی شخړ ی حل کېدلی شی.

هېلری کلنټن داپلان لری چې د اسراېېلو ددفاع له وزېر ېهود براک سره اود لېکود د ښې اړخ گوند له مشر بنجامېن نېتانېاهو سره هم ملاقات وکړی.

رپوټ واېې چې د چارشنبی په ورځ مېرمن کلنټن په لوېدېزه غاړه کې د فلسطېن له مشرانو سره دهغه پلان د برخی په توگه ملاقات وکړی چې دمنځنی ختېځ د سولی بهېر راژوندی کاندی.

XS
SM
MD
LG