د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: نه ختمېدونکې جگړې


په روان اقتصادي بحران کې موږ په افغانستان او عراق کې د یوه داسې ماموریت لپاره په میلیاردونو ډالر مصرفوو چې تر اوسه ددغه ماموریت په تعریفولو نه یو توانېدلي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي په داسې حال کې چې د امریکا اقتصاد د سقوط په حال کې دی، د بانکونو نظام په مکمل ډول سقوط کړی دی او په ټول ملک کې خلک کوښښ کوي خپل د ژوند سطح راټیټه کړي.

خو بیا هم موږ په افغانستان او عراق کې د یوه داسې ماموریت لپاره په میلیاردونو ډالر مصرفوو چې تر اوسه ددغه ماموریت په تعریفولو نه یو توانېدلي.

دغه مقاله د نیویارک ټایمز مشهور مبصر باب هربرټ لیکلې.

دی وايي، که څه هم امریکا له عراق نه د قواوو د ایستلو پلان نیولی خو پر ځای یې افغانستان ته په زرگونو نور عسکر لیږي.

باب هربرټ وايي، د قواوو ددغه زیاتولو اصلي هدف، لکه پخپله د دفاع وزیر رابرټ گیټس چې وویل، هیڅ معلوم نه دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د یکشنبې په ورځ، رابرټ گیټس د این.بي.سي تلویزیون ته وویل: "موږ له خپلو متحده ملکونو، د ناټو له غړو ملکونو سره خبرې کوو، او ډیر خلک مو راغوښتي چې پر ستراتیژئ باندې د غور لپاره خپل بیلا بیل نظرونه راسره شریک کړي. زما نه تل دا پوښتنه کیږي چې دغه ١٧ زره عسکر چې تازه افغانستان ته لیږل کیږي، دوی به تر کومه وخته په افغانستان کې پاتې وي، او آیا نور عسکر به هم لیږل کیږي؟ خو دا ټول په دې پورې اړه لري چې تر غور لاندې ستراتیژئ څه نتیجه راوځي او زه تمه لرم چې دا به په آینده څو هفتو کې معلومه شي".

نیویارک ټایمز لیکي، له هغه راهیسې چې امریکايي قواوې افغانستان ته تللي، دا دی اووه کاله تیریږي، خو په دغه وخت کې نه خو طالبان اوالقاعده مات شي او نه هم اسامه بن لادن نیول شوي او یا وژل شوی دی. تر اوسه نه خو د قواوو زیاتولو ستراتیژي جوړه شوې او نه هم له هغه ملک نه د راوتلو کوم پلان موجود دی.

د نیویارک ټایمز سیاسي مبصر لیکي، که د افغانستان د وضعې یوه ریښتینې ارزیابي وشي، ددغه ملک یو بې وزلی، په اداري فساد ککړ او غیر مؤثر حکومت مو مخې ته راځي چې بې چاره حامد کرزی یې په راس کې دی.

ورځپاڼه لیکي، ددې پر ځای چې موږ خپل تلفات راکم کړو لا یې د دوه چنده کولو په فکر کې یو. په مقاله کې لیکل شوي، جمهوررئیس اوباما وايي، له عراق نه به ډیر محاربوي عسکر تر ٢٠١٠م کال پورې راووځي. خو ویلي یې دي چې تقریبا ٥٠ زره عسکر به په دغه ملک کې د یوې انتقالي دورې له پاره پاتې وي.

نیویارک ټایمز وايي، موږ لا له وړاندې ددغو جگړو وېروونکی قیمت پرې کړی دی. په زرگونو عسکر وژل شوي او زخمي شوي دي او د رنډ د تحقیقاتي موسسې د سروې له مخې، ٦٠٠ زرو ته افسردگی، ذهني تکلیفونه او ‏عصبي ناروغئ پیدا شوي دي.

ورځپاڼه د ټامیز د مجلې په استناد وايي، په ٢٠٠٨م کال کې ١٢٨ عسکرو ځان پخپله وژلی دی او د تیروڅلورو کلونو راهیسې په عسکروکې د ځان وژنې قضیې مخ په زیاتېدو دي.

د نیویارک ټایمز مبصر وايي، د امریکا پخواني جمهور رئيس لینډن جانسن په داسې حال کې چې د امریکا اقتصاد هغه وخت ډیرقوي و، خو د ویتنام په جگړه کې یې د کورني اصلاحاتو ټول پروگرامونه او هر څه له لاسه ورکړل. جمهور رئيس لینډن جانسن وروسته تاریخ لیکونکي ډوریس کیرینز ته دا خبره کړې وه چې "که زه خپله میرمن او خپله لویه ټولنه پریږدم، ددې لپاره چې د دنیا په هغه بل طرف کې وجنگیږي، په کور دنده هر څه به وبایلو او خپل ټول پروگرامونه او خوبونه به له لاسه ورکړو".

د نیویارک ټایمز مبصر باب هربرټ لیکې، امریکا په اقتصادي لحاظ دا وخت په زنگنو شوی دی. او جمهور رئیس اوباما چې د ملک د اقتصادي بیارغاونې او د زرگونو داخلي پراختیايي پروژو په فکر کې دی، د هغه له پاره به دا گټه وکړي چې ویتنام او د جمهور رئیس جانسن د وخت ویجاړیو ته یو نظر تر شا وگوري.

XS
SM
MD
LG