د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: د انتخاباتو نیټه د افغانستان تازه معضله


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې نن د افغانستان د راروانو انتخاباتو په اړه لیکي چې ددغه ملک د انتخاباتو کمیسیون په کلکه د جمهور رئیس کرزي هغه فرمان رد کړ چې پسرلي ته یې د انتخاباتو د رامخته کولو امر کړی و.

ورځپاڼه وايي، له دې سره په افغانستان کې یوه تازه معضله پیدا شوې ده.

واشنگټن پوسټ لیکي، جمهور رئیس کرزی چې دا اووه کاله کیږي په قدرت کې دی، او د بیا انتخابېدو تمه لري، تیره اونۍ فرمان صادر کړ چې انتخابات دې په پسرلي کې وشي، خو د انتخاباتو کمیسیون چې له مخکې نه یې د اسد ٢٩مې د انتخاباتو پلان جوړ کړی و، د کرزي فرمان رد کړ او پر خپل دریځ یې ټینگار وکړ چې انتخابات به د اسد په ٢٩مه کیږي.

واشنگټن پوسټ وايي، ملگرو ملتونو او ناټو مني ته د انتخاباتو د ځنډېدلو ملاتړ کړی خو جمهور رئیس کرزي تر اوسه نه ده منلې.

ورځپاڼه وايي، د ښاغلي کرزي دفتر پرون مطبوعاتي کنفرانس راغوښتی و چې خپل دریځ روښانه کړي، خو دغه کنفرانس په وروستئ شیبه کې فسخ شو.

واشنگټن پوسټ لیکي، روان جنجال په داسې حال کې د افغانستان د ثبات لپاره یوه بله سیاسي معضله ایجاد کړې چې دغه ملک د طالبانو له زیاتېدونکي تشدد، اداري فساد او د مخدره موادو له قاچاق سره مخامخ دی.

ورځپاڼه وايي، د افغانستان په باب دې پوښتنې ته هم تر اوسه ځواب نه دی پیدا شوی چې د جوزا په اوله د جمهور رئیس کرزي د واک د مودې له ختمېدو وروسته د اسد په ٢٩مه د انتخاباتو تر نیټې پورې به واک چا ته سپارل کیږي.

ځینو د یوه سرپرست حکومت د ټاکلو او په ملک ک د اضطراري حالت د نافذولو پیشنهاد کړی دی، خو تر اوسه په دې اړه په پارلمان کې په رسمي ډول بحث نه دی شوی.

واشنگټن پوسټ وايي، پر جمهور رئیس کرزي باندې انتقاد کوونکي وايي، هغه له دې آمله د انتخاباتو پر را مخته کولو باندې ټینگار کوي چې د خپل بري چانس زیات کړي.

خو د کرزي په فرمان کې ویل شوي وو چې د اساسي قانون په مطابق یې د انتخاباتو د نیټې د را وړاندې کولو غوښتنه کړې ده چې له دې آمله ډیر خلکو د هغه ستاینه هم وکړه.

XS
SM
MD
LG