د لاس رسي وړ اتصالات

کمیسیون: انتخابات به په اسد کې وي


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د اګسټ په میاشت کې د ولسمشرۍ پر ټاکنو ټینګار وکړ او د کرزي له هغه فرمان نه یې انکار وکړ چې د ټاکنو ترسره کېدل د اساسي قانون له مخې غوښتل شوي وو.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر عزیز الله لودین نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې دوی د کرزي د فرمان درنښت کوي ولې نه شي کولای ټاکنې د اساسي قانون پربنسټ د جوزا په میاشت کې ترسره کړي.

عزیز الله لودین یو ځل بیا د کمیسیون ستونزو ته اشاره وکړه وې ویل دا چې د جوزا تر میاشتې خپلې تخنیکي او ماليي ستونزې نه شي اوارولی نو همدا د ټاکنو د وروسته پاتې کېدو دلیل دی.

لودین پدې هم ټینګار وکړ چې په اساسي قانون کې د ټاکنو کاندیدانو ته د کمپاین کولو وخت ټاکل شوی چې د جوزا تر میاشتې دا هم ناشونی دی.

عزیز الله لودین په ټولو سیاستوالو غږ وکړ چې د اګسټ په میاشت کې دې د ټاکنو له نېټې سره مخالفت نه کوي هغه وویل که څه هم ځېنې سیاسي کړۍ له دی نېټې سره مخالفې وې ولې اوس موافق دي.

عزیز الله لودین پر نړېوالو مرستندویه ټولنو هم غږ وکړ چې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره دې خپلې مرستې عملي کړي.

XS
SM
MD
LG