د لاس رسي وړ اتصالات

لاهور کې حمله کوونکو پسې لټه روانه ده


پاکستانی پولېس اوس دهغو ټوپکوالاو پسی گرځی چه په لاهور کې ېې د سرېلانکا دکرکېټد ټېم په غړو باندی پرون ېو ناڅاپه ېوه خونړئ حمله و کړه.

په دغه حمله کی اته کسان ووژل شول چه اکثرېت ېې پولېسان ؤ او اوه کسه ېې د سرېلانکا د ټېم دغړو نه زخمېان کړل.

نهه کسانېې نور هم زخمېان کړی دی. پولېس واېې چه د هغو د ولسوټوپکوالاو پسی گرځی چه د لاهور د قذافی سټېډېم ته د راسېدلو په وخت ېې د سرېلانکا په ټېم باندی حمله وکړه او د راکټونو او لاسی بومونو نه ېې هم استفاده وکړه.

د پاکستان حکومت ددغو سړو درک لگولو او نېولو لپاره نن ېو سلو پنځه وېشت زره ډالرو نغد انعام اعلان وکړ.

د پاکستان د کورنېوچارود وزارت مسوول رحمان ملک واېې چه دغې حملې دهغه په وېنا اوس پاکستان دجنگ حالت ته داخل کړی دی.

رحمان ملک وعده وکړه چه دغه ټول ترهگر به حتما را پېدا کړی او دپټو ځاېونونه به ېې په زور راوباسی.

د پنجاب گورنر سلمان تاثېر نن خبر ېالانو ته ووېل چه دا حمله هم هغې ټرورېستی حملې ته ورته وه چه دری مېاشتی مخکی په مومبئکېوشوه.

XS
SM
MD
LG