د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د انتخاباتو نیټه وټاکل شوه


د افغانستان د انتخاباتو کمېسون واېې چه د جمهوری رېاست انتخابات به سږ کال د اگست په مېاشت کی وشی او د جمهور رېس کرزي دمخکېنئ غوښتنی سره سره به مخکی ونه شي.

ښاغلي کرزي د انتخاباتو کمېسون ته امر کړی ؤ چه دجمهوری رېاست د انتخاباتو لپاره دې د اپرېل په مېاشت کی ځان تېار کړی.

خو اوس د انتخاباتو کمېسون واېې چه د ژمی د خراب او ساړه موسم او ځو شمېر امنتېی ملحوظاتو په اساس دغه انتخابات دومره مخکی نشی کېدلی.

امرېکا او ېو شمېر افغان گوندونه هم واېې چه دومره زر به د ازادو او منصفانه انتخاباتو کېدل ډېر گران کار وی.

ددی نه مخکی دکورنېو چارو وزېر حنېف اتمر اعلان کړی ؤ چه دومره زېات امنېتی قوتونه به موظف کړی چه پوره امنېت ېې وساتلی شی.

د امرېکا دفاع وزېر رابرټ گېټس واېې ډېره مشکله به وی چه د اگست د مېاشتی نه مخکی دوlره زر په افغانستان کی ازاد، او مصون انتخابات وشی.

د امرېکا د دفاع وزېر دا تبصره پرون د فرانسې ددفاع د وزېر هرمې مورېن سره په پنټاگون کی د ملاقات نه وروسته وکړه.

گېټس ووېل اوس کوښښ کېږی چه د انتخاباتو لپاره د مخکېنئ نېټی او هغه نېټی تر منځ په ېوې مناسبې نېټی باندی سلا مشوره وشی او کوم حکومت چه ددغی مودی په دوران کی په افغانستان کی موجود وی خپل مشروعېت هم وساتی.

گېټس ووېل دا خبره هم ناممکنه ده چه افغانستان نه د خارجی قواو د وسېتلو لپاره کومه ټاکلی نېټه اعلان شی. هغه ووېل فکر نه کوی چه دومره زر به په افغانستان کی دنړېوالو قواو اوسنی مامورېت پای ته ورسېږی.

مگرد فرانسې ددفاع وزېر ووېل چه دناتو عسکر باېد ېواځی څو مره چه لازم او ضرووری وی په افغانستان کی پاتی شی خو دتل لپاره نه.

د فرانسېد دفاع وزېر ووېل باېد په افغانستان کی د ناتو دقواو د پاتی کېدلو لپاره د اروپا خلکو ته دا خبره تشرېح او څرگنده شی چه ځېنی خاص اهداف په دغه هېواد کی لری او داسی ېو انتظام هم نېول شوی دی چه ددغو هدفونو د حاصلولو نه ورسته به د ناتو عسکر د افغانستان نه ووځی او خپلو کورونو ته به ځی.

XS
SM
MD
LG