د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د سیاست او اساسي قانون ټکر


په افغانستان کې دا وخت امنیت او سیاست د ملک له اساسي قانون سره په ټکر کې راغلي دي او تر اوسه نه ده معلومه چې کومه خوا به یې گټي.

د امریکا غږ گیري تامس وايي، په دغه ملک کې د ډیرو مشکلاتو برسیره د انتخاباتو کمیسیون اوس یو بل مشکل رامخې ته کړی دی.

په داسې حال کې چې د جوزا په اوله د جمهور رئیس کرزي د واک دوره پای ته رسیږي، د انتخاباتو کمیسیون وايي، تر دغې مودې پورې انتخاباتو امکان نلري.

آیا جمهور رئیس حامد کرزي به څه هدف درلود چې د انتخاباتو نیټه رامخته کړي؟

په ظاهره خو ددې هدف همدا وو چې د اساسي قانون له مخې انتخابات پر خپل وخت وشي. خو د ښاغلي کرزي د جوزا په اوله پای ته رسیږي.

په اسد کې انتخابات نه یوازې د اساسي قانون خلاف کار دی بلکه له دې آمله د جوزا له اولې وروسته ملک د دریو میاشتو لپاره بې جمهور رئیسه پاتې کیږي.

خو په افغانستان کې هیڅ شی هم دومره ساده نه دی. دلته په امریکا کې د سټراسفرو په نامه د یوې شخصي استخباراتي ادارې کارپوه، کامران بخاري په دې عقیده دی چې جمهور رئیس کرزي تمه لرله چې په عاجل ډول د انتخاباتو له تر سره کولو نه گټه پوره کړي او دی وايي، لا تر اوسه هم سیاسي نیت لري.

"کرزی په دې اقدام ځکه لاس پورې کړ چې طالبان په زیاتېدو دي. او تر ټولو عالي سناریو دا چې دی فکر کوي چې زه به د هغه تړون یوه برخه یم چې طالبان به پکې را شریک کړي او دا اندېښنه ورسره ده چې دی به د تر ټولو عالي رتبه چارواکي په توگه پاتې نه وي. نو ده هم اخطار ورکړ چې زه به هم پر خپل موقف ودریږم. ځکه یې دغه تاریخ لغوه کړ. خو له دغه تاریخ سره مشکل دا دی چې په دومره لنډ وخت کې څنگه انتخابات امکان لري".

په رښتیا هم، حتی په پرمختللو ملکونو کې ملي انتخاباتو ته آمادگي لږ تر لږه ٦٠ ورځې وخت نیسي. خو د افغانستان په څیر په یوه بې وزلي ملک کې چې له یوې خوا تشدد او افراطیت ځپلې او له بلې خوا یخ ژمی دی، دومره ژر انتخابات ناممکن ښکاري. ځکه خو د انتخاباتو کمیسیون دغه نیټه د اسد ٢٩مه ته وځنډوله.

امریکا، ناټو او ملگرو ملتونو په اسد کې د انتخاباتو د کیدو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې تر هغه وخته به نړیواله ټولنه وکولای شي د انتخاباتو د امنیت لپاره په دغه ملک کې اضافي عسکر ځای پر ځای کړي.

په امریکا کې د جمهور رئیس اوباما حکومت دا وخت د افغانستان په اړه پر خپلې ستراتیژئ غور کوي. تحلیلگر کامران بخاري وايي، د انتخاباتو د نیټې پر سر اختلاف ښيي چې امریکا د ښاغلي کرزي په اړه د یوه جنجال سره مخامخ ده.

"سیستم پر افرادو څرخي. کرزی منځنی کس دی. د امریکا د خارجي پالیسئ له نقطه نظره، کرزی زموږ سړی دی. ځکه نو که په داسې یوه حساس وخت کې له سیستم سره ټکر راشي، دا به یوازې مشکلات ایجاد کړي. حتی که په ټکر کې را هم نشو، دا د داخلي معضلې له آمله پخپله په یوې گډوډئ بدلیږي. بیا نو یو بل لوی مشکل ایجادیږي. ځکه نو څنگه کولای شي، په داسې یو شي تکیه ولرو چه پخپله ثبات ونلري".

افغانستان ته د اروپايي اتحاد پخوانی نماینده، فرانسیس وینډریل وايي، د ښاغلي کرزي په اړه دا وخت د امریکا نظر بدل دی.

"زه باید ووایم چې دوی د هغوکاندیدانو مخالفت نه کوي چې دا وخت یې نومونه رابرسیره کیږي. دا خبره یقیني ده. که دوی په کوم بل کس پسې گرځي، دا بیا بله خبره ده. خو زه فکر کوم چې دوی پر ممکنه لارو غور کوي او دوی کرزي ته هومره اخلاصمند نه دي چې د امریکا مخکینی حکومت و".

جمهور رئیس کرزي هم آینده انتخاباتو ته ځان کاندید کړی دی. خو سروې گانې ښيي چې د ښاغلي کرزي په حکومت کې اداري فساد ډیر خلک له هغه نه بې زاره کړي دي.

افغانستان ته د بوش د حکومت لومړنی سفیر، جیمز ډبنز هم په دې نظر دی چې د کرزي پخوانی برم یو څه راکم شوی دی.

"د هغه محبوبیت راکم شوی، خو لا تر اوسه له ٥٠ فیصدو څخه زیات دی. هغه یقیناً په ملک کې تر نورو زیات محبوبیت لري. د هغه ملاتړ موجود دی. زما هدف دا دی چې د لویدیځ ډیر مشران به خوشحاله وي چې په دې اندازه محبوبیت ولري. ځکه نو زه فکر نه کوم چې څوک دې هغه له حساب نه وباسي. دا رښتیا ده چې د هغه محبوبیت درې څلور کاله مخکې ٨٠ فیصده و".

دا چې د جوزا د لومړۍ نیټې وروسته څه کیږي.تر اوسه نه ده معلومه. آیا پارلمان به موقتي حکومت جوړوي او دا چې جمهور رئیس کرزی به ددغه حکومت په راس کې پاتې کیږي؟ دې پوښتنې ته هم تر اوسه پورې ځواب نه دی پیدا شوی.

XS
SM
MD
LG