د لاس رسي وړ اتصالات

فرانکلین روزویلټ د امریکا ٣٢ جمهور رئیس


د ١٩٣٣م کال د مارچ په څلورمه فرانکلین روزویلټ د امریکا د رئیس جمهور په توگه د وفادارئ لوړه وکړه. دا د امریکا ٣٢ جمهور رئیس و.

کله چې روزویلټ واک ته ورسید، امریکا په تاریخ کې د تر ټول سخت مالي بحران سره مخامخ وه.

ده د ملک په اجتماعي او اقتصادي برخو کې اصلاحاتو ته مخه کړه او وتوانېد چې د امریکا تر ټولو سخت اقتصادي بحران پای ته ورسوي.

روزویلت په ١٨٨٢م کال په نیویارک کې وزیږید. د هاروډ او کلمبیا په پوهنتونونو کې یې درس ووایه او په ١٩٠١م کال کې د نیویارک د والي شورا غړی شو.

هغه وروسته د امریکا د بحري قواوو د قومندان د مرستیال په توگه کار کاوه خو په ١٩٢٩م کال کې د نیویارک د ایالت والي مقرر شو او له دې څلور کاله وروسته د جمهوري ریاست مقام ته ورسید.

مخکې له دې چې په ١٩۴١م کال کې امریکا په دوهم نړیوال جنگ کې برخه واخلي، فرانکلین روزویلت د نازي هیټلر په خلاف د برتانیې د صدراعظم چرچل سره د اتلانتیک چارټر تړون امضا کړ.

په ١٩۴٥م کال کې چې لا روزویلت په واک کې و، د همدې کال د اپریل په ١٢مه پر هغه عصبي حمله راغله او له همدې آمله مړ شو.

فرانکلین روزویلټ هغه دوه دورې د امریکا جمهور رئیس پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG