د لاس رسي وړ اتصالات

قرغزستان د امریکایي قواوو د ایستلو پریکړه وکړه


د قرغزستان پارلمان نن د جمعې په ورځ د رایو په مطلق اکثریت فیصله وکړه چی د امریکا متحدین په خپل ملک کی د یوې مهمی نظامي اډې نه وباسی.

د قرغزستان حکومت تیره میاشت دغو قواو ته دا امر کړی و.

د پارلمان غړو پریکړه وکړه چی هغه قرارداد لغوه کړی چی ١١ ائتلافي قواو ته اجازه ورکوي چی د مناس د هوایي اډې نه استفاده وکړی. ددې اډې نه په افغانستان کی د یاغي طالبانو سره په جگړو کی د امریکا په مشري د ائتلافي قواو د پاره مواد رسول کیږی.

ددې هفتې په سر کی د قرغزستان جمهوررئیس رادیو بي بي سي ته وویل چی دی د افغانستان د امنیت ساتني د کوششونو په باب د امریکا نوي پیشنهاد ته تیار دی. مگر د قرغزستان چارواکو پرون وویل چی د مناس د اډې نه د امریکایي قواو د وتلو په باب د حکومت پریکړه نه اوړي.

د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس وویل چی دی باور لری دا موضوع لا په جریان کی ده او بنده شوې نه ده او امریکا به خپلو کوششونو ته دوام ورکړی چی د قرغزستان سره یوې نوي موافقې ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG