د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور ته نږدې چاودنو کې ١٠ تنه ووژل شول


د پاکستان پولیس وايي، پیښور ته نږدې په دوو جلا چاودنو کې لږترلږه لس تنه وژل شوي دي.

د بډه بیرې په سیمه کې چارواکي وايي، د موټر بم په یوې چاودنې کې اووه پولیس او عسکر او یو لاروی وژل شویدی.

چارواکي وايي، په یوه موټر کې جسد ایښودل شوی وو چې د نږدې امنیتي پوستې د پولیسو پام ځانته راواړوي. چاودنه هغه وخت وشوه چې د پولیسو افسران د تحقیق لپاره موټر ته نږدې شول.

همدارنگه په دره ادم خیل کې، د سرک د غاړې یو بم چې د امنیتي قواوو په لاره کې ایښودل شوی و، چاودلې او دوه ملکیان یې وژلي دي.

د قبایلي په سیمو کې دا وخت ډیرې حملې پر پولیسو کیږي.

له بلې خوا، د پاکستان امنیتي مقامات وايي، د هغو راپورونو په اړه تحقیقات کوي چې وايي، د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه په په جنوبي وزیرستان کې رالوېدلې ده.

داسې گمان کیږي چې په دغه سیمه کې طالبانو او القاعده پټ مرکزونه جوړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG