د لاس رسي وړ اتصالات

د فلسطین صدراعظم استعفا وکړه


د فلسطین صدراعظم سلام فیاض له خپلې دندې نه استعفا کړې چې د فلسطین د یوه متحد حکومت جوړېدو ته لاره هواره کړي.

ښاغلي فیاض نن وویل، خپل استعفا خط یې جمهور رئیس محمود عباس ته ورکړی او د یوه متحد فلسطیني حکومت له جوړېدو سره به عملي شي، چې ددې میاشت تر پایه پورې یې تمه کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي عباس د حکومت او د حماس د تندلارې ډلې تر منځ د واک د شریکولو پر سر خبرې بیا پیل شوي دي.

ښاغلي عباس په ٢٠٠٧م کال کې هغه وخت سلام فیاض د صدراعظم په توگه مقرر کړ چې حماس د غزې تړانگه ونیوله.

حماس څو څو ځله د ښاغلي فیاض د استعفا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د هغه حکومت نامشروع او د اساسي قانون خلاف دي.

XS
SM
MD
LG