د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی د امریکا د جمهور ریس براک اوباما د دی خبری هرکلی کړی چی وایی د میانه روه یاغی طالبانو سره باید خبری وشی.
ښاغلی اوباما د نیویارک ټایمز د ورځپاڼی سره په مرکی ویلی په داسی حال کی چی امریکا په افغانستان کی په خپلی پالیسی باندی غور کوی،د میانه روو طالبانو سره پخولاینه د امریکا د ستراتیژی مهم ابتکار کیدای شی.
ښاغلی کرزی د یکشنبی په ورځ وویل چی د هغه حکومت لا د وخته د میانه روو طالبانو سره د مذاکراتو ملاتړ کړی و.
ښاغلی اوباما وویل چی د تاریخی لحاظه په افغانستان کی حکومت چندان حاکمیت ندی لرلی او په قباییلو کی د فوق العاده زیاتی آزادی په وجه د هغوی سره معامله کول مشکل دی.
د امریکا جمهور ریس په دی وروستیو وختونو کی افغانستان ته د ١٧٠٠٠ عسکرو د لیږلو امر کړی دی، چی په افغانستان کی د یاغیانو د زیاتیدونکی تشدد په وړاندی وجنگیږی.
په یوه بل خبر کی راغلی چی ناتو وایی چی د یکشنبی په ورځ د افغانستان په ختیځ کی د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی د هغوی یو عسکر وژل شوی دی او تقریبآ دوه تنه نو زخمی شوی دی.
همداشان چارواکی وایی چی د غزنی په ولایت کی د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی لږ تر لږه دری تنه افغان پولیس وژل شوی او دری نور زخمی شوی دی.