د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی چارواکو د سوات په دره کی ١٢ طالبان را خوشی کړل


پاکستانی چارواکو د سوات په دره کی د بنیاد گرانو سره د سولی د موافقی له مخی ١٢ طالبان راخوشی کړل.

د پاکستان مطبوعات وایی چی په خوشو شو کسانو کی د طالبانو کوم مشهور غړی نه و شامل.

د سولی په دغه جنجالی موافقه کی به د سوات په شمول په شمال لویدیځه صوبه کی شریعت نافذ شی.

محلی طالبانو لوز کړی چی د دی موافقی له مخی به خپل دوه کللن بغاوت پای ته رسوی.

په یوه بله پیښه کی یاغی طالبانو د مومندو په اجینسی کی لږ تر لږه اته امنیتی منسوبین په گولیو وویشتل او ویی وژل.

چارواکی وایی چی دغه امنیتی منسوبین د جگړی وروسته اسیر شوی وو.

همداشان پاکستان چارواکیو د شنبی په ورځ وویل چی د ملک په ناکراره سیمه شمال لویدیځ کی د بم په دریو چاودنو کی لږ تر لږه څورلس تنه وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG