د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: امریکا د افغانستان جنگ نشی گټلی او بیا پخلا کیدنی ته دروازه خلاصه ده


دنیویارک ټائمز دورځپاڼی دیکشنبی دورځی په په گڼه کې د امریکا د جمهوررئیس بارک اوباما مرکه خپره شویده.

ښاغلې اوباما په دغه مرکه کې ویلی دی چې امریکا دافغانستان جنگ نشی گټلی او بیا پخلا کیدنی ته دروازه خلاصه ده چې دامریکا پوځ به لکه چې په عراق کې ئې دسنی یانو سره خبری هماغه شان به دطالبانو دمعتدله عناصروسره تماس ونیسی.

دنیویارک ټائمز ورځپاڼه لیکی چې ښاغلې اوباما هغه کامیابی ته اشاره وکړه چې په میسوپوتامیا کې عراقی یاغیان له القاعدی نه جدا کړای شول چې امتیازی ئې هغې سټراټیجی او دامریکا اضافی عسکرو ته ورکول کیږی چې په تیرو دوکالو کې ئې دجنگ بڼه بدله کړه.

ښاغلې اوباما وویل، ښائې چې په افغانستان او دپاکستان په سیمه کې دمقایسی وړیو څه فرصتونه وی، په داسی چې په افغانستان کې به حل پیچلی وی.

نیویارک ټائمز لیکی چې جمهوررئیس په افغانستان او نوروملکونو کې دتروریزم سره دمبارزی په باره کې اوږدی خبری وکړی. هغه دغه امکان رد نکړ چې له دښمن هیوادونه هغه کسان را اوباسی چې دتروریزم شک په راځی.

دښاغلی اوباما نه پوښتنه وشوه چې که په افغانستان کې جنگ وگټل شی نو هغه اولس زره ١٧ اضافی عسکر چې تاسی امرکړیدی هلته واستول شی یا نه. هغه منفی ځواب ورکړ.

ورځپاڼه لیکی چې ښاغلی اوباما دتیرکال دانتخاباتی مبارزی په وخت کې ویلی و چې له طالبانو نه دی دځینو معتدلوطالبانو په جدا کیدوپه امکان باندی غوروشی چې ځینونظامی قوماندانانو هم پدی موضوع غورکاوه.

مگر ښاغلی اوباما اوس دافغانستان او پاکستان په باره کې په نوی پالیسی باندی غورکوی چې یوه نوی سټراټیجی پدی باب غوره کړی او هغه دبیاپخلاکیدنی موضوع ته اشاره وکړه چې کیدای شی یو مهم ابتکاروی چې جنرال ډیویډ پیټریس ورنه په عراق کې کاراخیستی و.

ښاغلې اوباما وویل، که یوڅو ک دجنرال پیټرس سره خبری وکړی نو زه فکرکوم چې هغه به دا دلیل راوړی چې په عراق کې دکامیابی راز پدی کې وو چې دهغو کسانوسره تماس ونیول شو چې موږ گمان کاوه چې بنیادگرایان دی مگر دوی غوښتل چې دموږ سره کاروکړی ځکه چې دوی په عراق کې دالقاعدی په تکتیکونو سره په بشپړ ډول منزوی شوی وو.

د نیویارک ټائمز په ورځپاڼه کې راغلی دی چې په عینی وخت کې ښاغلی اوباما داخبره ومنله چې ښائې عینی کامیابی لاس ته رانشی.

هغه وویل، په افغانستان کې وضع ډیره پیچلی ده.په افغانستان کې ډیری سیمی شته چې حکومت ورباندی پوره کنټرول نلری،قبائل داستقلال تاریخ لری. ددغو قبائلو شمیرزیات دی او ځینی وخت دخپل مقصد لپاره جنگیږی او ددوی ټول معلومول یوه ستونزه ده.

دنیویارک ټائمزورځپاڼه لیکی چې دامریکا دنظامی پلان جوړونکو لپاره دا ډیره پیچلی خبره ده چې دځنیوطالبانو سره تماس ټینگ کړی. مامورانو ته پکارده چې دامعلومه کړی چې کوم طالبان پخلاکیدنی ته تیاردی.

XS
SM
MD
LG