د لاس رسي وړ اتصالات

افغان خبرېال جاوېد احمد، په کندهار کې نامعلومو کسانو ووېشت


یو افغان ژورنالیست چی د امریکا په زندان کی یې تقریبا یو کال بند تیر کړی و، د کندهار په ښار کی ډزي ورباندي شوي او وژل شوی دی.

عیني شاهدان وایی چی جاوید احمد چییزامي هم یادیده، او لقب یې «جو جو» و، کله چی د کندهار په ښار کی په خپل موټر کی سپور و، یو بل موټر یې مخي ته ورولوید او په کی وسله والو کسانوډزي پر وکړې.

تر اوسه چا څه نه دي ویلی چی دا کار چا کړی دی.

جاوید احمد د څو کاناډایي خبري موسسو سره د ژورنالیست او کمره من په توگه کار کاوه، چی په کی د سي ټي وي تلویزیوني سټیشن هم شامل و.

هغه کابل ته نژدې په بگرام کی د امریکا په نظامي زندان کی تقریبا ١١ میاشتي بندي و او د تیر کال د سیپټامبر په میاشت کی خوشي سو. د هغه ددې بند په باب د مطبوعاتو د آزادۍ او بشري حقوقو مؤسسو انتقادونه کول.

د جاوید احمد د بند دغه موده لا نیمایي ته نه وه رسیدلې چی د امریکا اردو هغه غیر قانونی دښمن جنگیالی وباله او وروسته یې هغه بیله دې چی د هغه ددې بند په باب توضیحات ورکړی، هغه یې خوشي کړ.

دغه ژورنالیست ویلي و چی ده مخکی په افغانستان کی د امریکا د خاصو قواو د پاره د ترجماني وظیفه درلوده، او کله چی هغه د بند نه آزاد سو نو په څو مرکو کی یې وویل چی په بگرام کی امریکایي محافظانو ښه سلوک نه ورسره کاوه.

هغه دا هم ویلي و چی دی باور لري چی دی له دې کبله بندي سوی و چی د طالبانو سره یې اړیکي درلودې.

XS
SM
MD
LG