د لاس رسي وړ اتصالات

د سرېلانکا د لوبډلې مشر واېې په پاکستان کې امنېت معېاری نه و


د سرېلانکا د کرکټ لوبډلې مشر چې په پاکستان کې پرې تېره اونی حمله شوې وه وې وېل چې په کافې اندازه امنېتی اقدامات موجود نه چې پرلوبډلې باندی په ناڅاپې توگه خونړی حمله وشوه.

نن د سه شنبی په ورځ د استرالېا په سېډنی کې، ټرېور بېلېس، دکرېس براډ، سټېف ډېوېس او ساېمن ټاو فېل تورونه تائېد کړل چې وېل ېې دوی داسی احساس وکړ چې امنېتی قواو دوی په ځاې پرېښی وو.

دا دری واړه د لوبو د مېدان د رېفری ېا حکم وظېفه لری.

د استرالېا په سېډنی کې د خبری کنفرانس په ترڅ کې د سه شنبی په ورځ ټرېور بېلېس ووېل په لاهور کې امنېتی اقدامات د کراچی تر امنېتی اقداماتو ډېر کم و.

د کراچی لوبی تر لاهور ېوه اونی مخکی شوې وې. هغه د راتلونکېو پېښو په برخه کې چې په نېمه قاره کې به وشی په خاصه توگه د کامنوېلت په لوبو کې چې په هند کې ورته مهال وېش ټاکل شوېدی خبر داری ورکړ.

د پاکستان د کرکټ مدېره هېئت د کرکټ نړېوالی شوری (ICC) ته د کرکټ د مسابقو ددغو دری واړو د ابتداېې تبصرو په باب شکاېت وکړ.

د (ICC) مشر هارون لورگات ووېل پکار ده دا دری واړه په خپلو تبصرو کې ډېر محتاط او معقول واېې.

تېره سه شنبه په لاهور کې د کرکټ په لوبډله باندی حمله کې تقرېبا اوه کسان ووژل شول او د سرېلانکا د لوبډلی اته کسان پکی زخمېان شول.

XS
SM
MD
LG