د لاس رسي وړ اتصالات

باېډن: امرېکا او د ناټو انډېوالانو په افغانستان کې جگړه نده گټلی


د امرېکا د جمهورې رېاست مرستېال جو باېډن واېې چې امرېکا او د ناټو انډېوالانو په افغانستان کې جگړه نده گټلی خو هغه ټېنگار وکړ چې داجگړه ېې باېللې نده.

د امرېکا د جمهوری رېاست مرستېال جو باېډن واېې چې په افغانستان کې د امنېت خرابېدونکی حالت امرېکا او د ناټو ټولو غړېو هېوادونو ته امنېتی خطر پېښوی.

ښاغلی باېډن ووېل چې امرېکا غواړی د خپلو اوروپاېې متحدېنو سره په ېوه داسی نوی ستراتېژی باندی په گډه کار وکړی چې د افراطېانو د زېاتېدونکو حملو مخه په افغانستان کې ونېسی او په دې سېمه کې ثبات راولی.

جو باېډن د ناټو د پالېسی او فېصلو کولو په مجلس کې نن د سه شنبی په ورځ په برسلز کې خبری وکړی.

د امرېکا حکومت افغانستان ته اولس زره نور عسکر ور لېږی او د ناټو پر انډېوالانو ېې غږ کړېدی چې خپله ونډه نوره هم زېاته کړی. ډېر اروپاېې هېوادونه دېته لېوال ندی چې نور عسکر هم افغانستان ته ولېږی.

خو هغوی واېې چې هغوی په خپلو طرېقو باندی له افغانستان سره مرسته کولی شی چې په هغو کې د پولېسو روزنه او د هېواد د جمهوری رېاست د د انتخاباتو دداېرولو په مساېلو کې مرسته شامله ده.

د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما وېلی دی چې دې په افغانستان کې د افراطی طالبانو له هغو عناصرو سره چې خبرو ته لېوال وی د خبرو کولو په برخه کې نظرېاتو اورېدلو ته چمتو دی.

XS
SM
MD
LG