د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد: کاپیټالیستي سیستم له منځه تلو ته نژدې شوی


د ایران جمهور رئیس محمود احمدي نژاد په تهران کې سیمه ایزه مشرانو ته وویل چې د نړیوال اقتصادي بحران نه داسی څرگندیږي چې کاپیټالیستي سیستم له منځه تلو ته نژدې شوی.

احمدي نژاد د سیمه ایزه اقتصادي همکاریو یا ایکو په کنفرانس کې نن چهارشنبې وویل چې د ایکو د لسو غړو هیوادونو ترمنځ د سوداگرۍ د ودې له امله به د سیمې لپاره یو محفوظه مالي نظام رامنځ ته کړو.

پدې کنفرانس کې د ترکیې نه نیولې تر پاکستانه او د افغانستان لپاره د م م د ځانگړي استازي کای ایده په شمول هغه هیوادونه چې غړیتوب یې نه لري لکه عراق او سوریې استازو هم گډون کړې و.

ایکو دا هم وویل چې د افغانستان د وضعیت په اړه به زیاته توجه ولري او په نوو پروژو او تجارتي قراردادونو به له سره غور وکړي.

ټاکل شوی دغی غونډې ته د افغانستان جمهور رئیس حامدکرزې هم وینا وکړی.

XS
SM
MD
LG