د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې اوه تنه عسکر ووژل شول


د افغانستان د حکومت مامورېن واېې چه نن د هېواد په جنوب کې د سړک په غاړه د بمو په چاودنه کیاوه تنه عسکر ووژل شول.

دا چاودنه د خوست په ولاېت کې وشوه، خو سمدستی لا په دې باب نور معلومات نه دی ورکړل شوی.

د تشدد په ېوه بېله پېښه کې ېو افغان ژورنالست جاوېد احمد چه تقرېبا ېو کال ېې د امرېکا په ېوه نظامی زندان کی تېر کړی ؤ د قندهار په ښار کی ووېشتل شو او مړ شو.

عېنی شاهدان واېې چه جاوېد احمد په ښار کی په خپل موټر کی روان ؤ چه په ېوه بل موټر کی سپرو نامعلومو ټوپکوالاو پری ډزی وکړی او ځای په ځای ېې ووېشته.

سمدلاسه لا چا ددی حملې مسوولېت په غاړه نه دی اخېستلی.

جاوېد احمد د څو کاناډاېې خبری شبکو لپاره د عکاس او کمره مېن په طور کار کاوه. نومړوی د برگرام په نمامی زندان کی قېد ؤ او پروسږکال په سېټامبر کی وروسته د ېوو لسو مېاشتو حبس نه وروسته خوشی کړی شوی ؤ.

د بشری حقوقو او مطبوعاتو د ازادئ طرفدارانو دجاوېد احمد د نېوول لپه خلاف ډېر سخت انتقادونه کړی ؤ.

د امرېکا پوځ په اصحلاح د دښمن محارب په نوم نېولی ؤ، خو بېا ېې بی له کوم ښکاره دلېل نه ېو ناڅاپه خوشی کړ.

د ژورنالستانو د ساتنی نړېواله موسسه واېې هېله لری چه د جاوېد احمد قاتلان به پېدا شی او د هغه دوسېه به د نورو وژل شوو ژورنالستانو د دوسېو په شاهبی سرنوشته پاتی نه شی.

XS
SM
MD
LG