د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک تایمز: افغانان همدا اوس له طآلبانو سره په خبرو لگېا دی


په داسی حال کې چې امرېکا له طآلبانو سره په مذاکراتو باندی غورکوی، افغانان همدا اوس په خبرو لگېادی.

نېوېارک ټاېمز لېکی کله دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما دمعتدلو طالبانو سره د مذاکراتو خبره منځته واچوله،په افغانستان کې افغان او بهرنېو چارواکېو ووېل چې د طالبانو له مشرتابه سره ابتداېې بحثونه روان وو.

او کېدلی شی چې دامرېکا په ملاتړ او مرسته باندی داخبری په رسمی خبرو باندی بدلی شی.

دافغانستان حکومت ددی پرامکاناتو غور کوی چې دملامحمد عمر د طالبانو د مشرتابه له شوری سره او دمجاهدېنو له مشر گلبدېن حکمتېار سره خبری وکړی.

داکار حکومت وروسته له هغه نه کوی چې تېرکال دهغوی له خوانه دخبرو لپارهامتحآنی پېشنهادونه شوی وو.

کله چې دسعودی عربستان له خوانه هم داخبری تائېد شوی او په پاکستان کې هم نظامی حکومت په ملکی حکومت باندی بدل شو نو دی خبرو نور زور هم واخېست.

دغو دواړو حکومتونو پر طالبانو باندی د مصالحی اوروغی جوړی لپاره فشار زېات کړ.

دافغانستان د حکومت چارواکی او غربی دېپلوماتان واېې چې ښاېې د سولی بهېر ډېر پر مختگ کړی و خو که چېرې افغان حکومت او دامرېکا حکومت ېې د پرمختگ لپارهپه ټېنگه باندی فشار اچولی وای.

هغوی داهم ووېل چې دمذاکراتو لمن پکارده چې د طالبانو پراخه مشرتوب ته ور وغزول شی. ېوزاې له معتدلو طالبانو سره خبری کول ښاېېپه ناکامیپاېته ورسېږی.

نېوېارک ټاېمز دافغانستان د ېوه سناتور ارسلا رحمانی له قوله چې په مذاکراتو کې ېې برخه درلودهلېکی چې هغه ووېل اوسنی بحثونهگټوردی.

حکومت له طالبانو نه غواړی چې په واضحه توگه له القاعده نه لاس واخلی او رد ېې کړی او پر ښوونځېو، سړکونو، ښوونکېو او انجنېرانو باندی حملی بندی کړی.

هغه ووېل ددې په مقابل کې طالبان غواړی چې دکورونو تالاشی او توقېفول بندی سی، دافغانستان په زندانونو کې او دامرېکا د گوانتانمو په زندان، او دبگرام په هواېې اډه کې د طالبانو بندېان راخوشی سی.

تردې نورې غټی مسلی لکه د حکومت نظآم اواساسی قانون به وروسته راځی. نېوېارک ټاېمز دښاغلی رحمانی له قوله لېکی چې هغه ووېل موږ کوشش کوو چی د باور او اعتماد فضا منځته راولو چې په دې توگه موږ وکولی شو چې په افغانستان کې چېرته ملاقات وکړو.

نېوېارک ټاېمز د ښاغلی رحمانی له قوله لېکی چې تراوسه پورې محدود پرمختگ شوېدی.

حکومت ېو شمېر طالبان خوشی کوی او طآلبان له دې سره موافقه کوی چې په ځېنی ځاېونو باندی حملی ونکړی.

په دغو مذاکراتو کې د پارلېمان ېوه بل غړی ملا عبدالسلام راکټی ووېل چې دوی دښاغلی کرزی لپاره منتظر دی چې له خارجی هېوادونو نه د تضمېناتو او ملاتړ تائېد ترلاسه کړی په خاصه توگه له امرېکا نه. ترهغې وروسته به دوی کولی شی چې نور هم پرمخ ولاړشی.

XS
SM
MD
LG